په ګلګت - بلتستان کې ټرافیکي پېښې ۱۴ تنه وژلي دي

په ګلګت بلتستان کې خلک په ټرافیکي پېښه کې د وژل شوي یو کس مړی انتقالوي - د نومبر ۱۳مې انځور.

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د واده يو بس له پله څخه سیند ته لوېدلی دی چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د ګلګت بلتستان د اطلاعاتي چارو وزارت د نومبر پر ۱۲مه رسنيو ته په لېږدولي بیان کې ويلي چې د ورا (جنج) ګاډي له استور څخه راولپېنډۍ ته پر لاره ول چې ورڅخه بس په دیامر کې د پېښې ښکار شو. د خبرپاڼې له مخې، په هغه بس کې ټول ۲۷ کسان سپاره ول او تر پېښې وروسته ۱۲ کسان لادرکه دي او يو تن ژغورل شوی دی.

د ګلګت بلتستان اعلاوزیر حاجي ګلبر خان پر فېسبوک ليکلي چې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) ته یې حکم کړی چې خپلې هلې ځلې دې تېزې کړي.

ګلګت بلتستان د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پرته غرنۍ سیمه ده چې تر دې وړاندې هم پکې مرګونې ټرافیکې پېښې شوې دي. البته له هغې سیمې پرته د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۱۲مه د بلوچستان په مستونګ کې د یو ګاډي اوښتو په پېښه کې درې تنه ووژل او ۲۸ ژوبل شول. تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په کوټه کې د جنج یو بس اوښتو په پېښه کې د دوو ښځو په ګډون پینځه تنه ووژل او ۲۹ ژوبل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، او د ګاډو پر ټاکلي وخت د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.