جنوبي وزیرستان کې خلکو د پوځ د توغندي په برید کې د ۱ ولسي وګړي د وژنې ضد پرلت وهلی دی

په جنوبي وزیرستان کې تر دې مخکې هم د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو مرګژوبلې پرضد مظاهرې او غونډې شوې دي - پخوانی انځور.

د بر جنوبي وزیرستان په لدا کې ځايي خلکو د پوځ د توغندي په برید کې د یو ځايي وګړي د وژنې پرضد احتجاجي پرلت وهلی دی.

مظاهرچیان دعوه کوي چې د نومبر پر ۱۸مه د لدې په سیګه کلي کې پر یو کور د مارټر مرمۍ لګېدو په پېښه کې قربان علي وژل شوی او د هغه ښځه او یوه ۱۲ کلنه ماشومه ژوبله شوه.

د سیمې اوسېدونکو د نومبر پر ۲۰مه د قربان علي له جسد سره د لدې تاڼې مخې ته پرلت وهلی دی او غوښتنه کړې ده چې امنیتي ځواکونه دې د پوځي کاروایو پر مهال د ولسي وګړو د ژوند او مال خوندیتوب باوري کړي.

د پرلت یو مشر سید امین مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د پېښې پلټنې، د قربان علي له کورنۍ سره مالي مرسته او په سیمه کې دې د امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي.

امنیتي چارواکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزیرستان استازي اصف خان مشال راډیو ته وویل چې د مظاهرچیانو د غوښتنو ملاتړ کوي او په دې اړه له ضلعي انتظامیې سره غږېږي.

په جنوبي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې تر دې مخکې د عملیاتو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ د نښتو پر مهال په ورته پېښو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې کړې دي.

د نومبر پر نهمه د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې د مارټر مرمۍ لګېدو په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي ول چې پرضد یې د سیمې اوسېدونکو د پوځ کیمپ مخې ته پرلت وهلی وو. مظاهرچیانو د نومبر پر ۱۰مه خپل احتجاج د چارواکو تر ډاډ وروسته ختم کړ.

داراز، د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره وکړه.