ولې ځينې طالبان د مخالفو وسلوالو په لیکو د ورګډېدو له خطر سره مخامخ دي؟

طالبان او پلویان یې د اګست پر ۱۴مه پر افغانستان د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه لمانځي.

طالبان په دې دلیل په نړیواله ټولنه ځان په رسمیت د پېژندلو په تکل دي چې هغه یوازینۍ ډله ده چې پر افغانستان حکومت کولای شي او پکې امنیت ټینګولای شي.

خو هغه وسلواله ډله په خپله درې کلنه واکمنۍ کې نه یوازې د رسمیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې، بلکې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په څېر سختدریځه سیالان یې دا هڅه د خندۍ وړ (پسخند) هم بولي.

داعش پر طالبانو تور پورې کوي چې د "جهاد" لاره یې پرېښې ده او د مرستې او په هېواد کې د پانګونې لپاره یې د هغو بهرنیو هېوادونو مخې ته سر ټیټ کړی دی چې په یو وخت کې یې پرضد جنګېدل. دا هغه دریځ دی چې په افغانستان کې یې د سختدریځې ډلې اسلامي دولت څانګه تبلیغ کوي او هڅه کوي چې طالب وسلوال خپلو لیکو ته جلب کړي.

د داعش خراسان څانګې د طالب وسلوالو جذبولو لپاره د افغانستان دننه او بهر داسې حملې کړې دي چې ورسره د طالبانو واکمني کمزورې شي.

هغې ډلې د دې لپاره د پروپاګند (پروپیګنډې) یو ګڼ-ژبنیزه او خاصه شبکه هم جوړه کړې چې هغو سختدریځو طالب وسلوالو ته ځان د یوازیني انتخاب په توګه وښيي چې د بهرنیانو او فرقه ییزو مخالفانو پرضد جنګېدل غواړي.

د وسلوالو ډلو په اړه د تحلیلي راپورونو خپروونکي مرکز مېلېټنټ وایر ګډ بنسټګر او د صوفان مرکز څېړونکی لوکاس وېبر وايي چې دا "خورا ځواکمنه او قانع کوونکې ستراتیژي ده او ښايي کار هم کوي" ځکه چې داسې راپورونه شته چې ځینې کسان د طالبانو له لیکو "وتلي" دي.

د ده په خبره، ځینې طالبان ښايي د دولت چلولو له ورځنیو چارو ستومانه شوي وي. "ډېر داسې وسلوال دي چې ټول عمر یې د امریکا او نړیوال اېتلاف پرضد په جګړه کې تېر کړ او هغوی د نړیوال جهادي غورځنګ" غړي ول چې د "شوروي اتحاد پر وړاندې د جنګېدو" سابقه لري. "اوس له هغوی څخه یې ډېری په انتظامي چارو کې بند پاتې دي" او دې کار یې "زړه وهلی دی یا یې ستومانه کړي دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د کابل تر نیولو وروسته خپل واک سخت کړی دی او له دې لارې یې په افغانستان او سیمه کې د یو ثبات بخښوونکي ځواک په توګه د ځان مخې ته کولو هڅه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ په جولای کې په خپل تازه رپورټ وویل، "د ځواک د متمرکزولو له وجې" په افغانستان کې "د سولې او ثبات" په برخه کې "ښه والی" راغلی او دې "نورې مثبتې ګټې لکه د اداري فساد او کوکنارو کښت کمېدل او د عوایدو یا ګټې زیاتېدل، هم لرلې دي."

خو هغه سختدریځه اسلامپاله ډله د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د ښځو او د هېواد د بېلابېلو دیني او توکمیزو ډلو په ګډون د یو ټولشموله حکومت نه جوړولو له وجې له خپلې تر ټولو لویې موخې، یعنې نړیوال رسمیت، په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې ده.

د دې وضعیت او ورسره د یوشمېر بشري، چاپېریال او اقتصادي بحرانونو له وجې افغانستان ته نړیوالې مرستې کمې شوې دي او په هېواد کې پانګونه له خنډ سره مخامخ شوې ده چې دې هر څه د طالبانو حکومت کمزوری کړی دی.

د کابل په قرغه کې یو طالب د برېښايي زانګو له تاره ځوړند دی او ټوپک یې نیولی دی - د جولای څلورمې انځور.

وېبر وايي چې د دې تر څنګ د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې هم د طالبانو حکومت ته چیلېنج ورپېښ کړی دی. هغه ډله په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان له طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له ډلې ناراضه وسلوالو جوړه کړې وه چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ یې هم په ځان ورګډ کړ.

داعش چې په مارچ کې په مسکو کې د کنسرټونو په تالار کې د برید ذمه واري ومنله نو سمدستي او مستقیم شک دا پیدا شو چې دا کار به یې د خراسان څانګې کړی وي. هغه د دوو لسیزو په موده کې په روسیه کې تر ټولو خونړی ترهګر برید وو.

خو طالبانو دا خبره تکرار کړه چې هغه وسلواله ډله د افغانستان پر خاوره فعالیت نه کوي. د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې داعش ډله یې ځپلې، سختدریځې ډلې په هېواد کې پټنځایونه نه لري او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خو داسې ډېر شواهد شته چې ورڅخه ښکاري چې طالبان خپلې واکمنۍ ته د داعش خراسان څانګې له نظامي یا پوځي او نظریاتي ګواښونو خبر دي او مني یې.

دا هم وګورئ:

ملګري ملتونه وايي القاعده شبکې افغانستان کې نوي روزنځایونه جوړ کړي ديد افغانستان او چين ترمنځ ۵۰ کيلوميټره سړک رغولو کار پيل شوداعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟

افغان رسنیو د مسکو تر برید مخکې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ته منسوب یو سند خپور کړ چې پکې تایید شوې چې داعش په مرکزي ولایت وردګو کې له ځان سره د خلکو شاملولو هڅه کوي. په هغه سند کې پر دې امکان بحث شوی چې هغه طالبان چې خپله ډله یې پرېښې، ښايي د جنګېدو لپاره له داعش سره یوځای شوي وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې له خپلو لیکو څخه د ځینو مخالفو وسلوالو د ایستلو هڅه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څار ډلې هم په جولای کې په خپل رپورټ کې خبرداری ورکړ چې د داعش د خراسان څانګې د غړو شمېر زیات شوی دی او هغې ډلې خپل کسان د طالبانو د حکومت په استخباراتو ریاست او په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې هم ځای کړي دي.

افغان رسنیو د جولای په وروستیو کې خبر ورکړ چې په غربي هرات ولایت کې د استخباراتو د عمومي ریاست ۲۰ کارکوونکي د داعش خراسان له څانګې سره د کار کولو په تور نیول شوي دي. د همدې له کبله طالبانو د هرات د استخباراتو رییس له دندې ګوښه کړ.

د دې معنا دا شوه چې طالبانو چې د هېواد دننه او بهر د خپل ځان په اړه د ذهنیتونو او تصور سمولو هره هڅه کړې، د داعش خراسان څانګې یې د هغو هڅو د زیانمنولو لپاره ټول امکانات په لاره اچولي دي.

د طالبانو د حکومت یو کارکوونکی په اسلام کلا کې د ایران پولې ته څېرمه د یو افغان وګړي پاسپورټ ګوري - پخوانی انځور.

داعش ډله په خراسان سیمه کې چې افغانستان، پاکستان، ایران او د مرکزي اسیا هېوادونه پکې شامل دي، د یو اسلامي خلافت جوړولو په تکل ده.

د جولای په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې کمېتۍ په رپورټ کې راغلي دي چې داعش ډله "په افغانانو کې د طالبانو د اعتبار کمولو او د فرقه ییزو درزونو د ژورولو" هڅه کوي او وايي چې "طالبانو له اسلامي اصولو انحراف کړی دی". هغه ډله هڅه کوي چې ځان د یو "لوی خراسان" د جوړوونکي په توګه وښيي.

د خراسان سیمې په اړه د داعش بیانیه دا معنا لري چې هغه ډله په تاجکستان، ایران، پاکستان او داراز، په روسیه کې حملې کول غواړي.

هغه ډله په افغانستان کې په بریدونو کولو د طالبانو دا دلیل ناسم ثابتوي چې وايي داسې امنیت یې ټینګ کړی چې له چین او نورو هغو هېوادونو څخه په افغانستان کې د احتمالي پانګونې لپاره اړین دی.

د بېلګې په توګه، هغې ډلې د اګست پر ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې د بمي چاودنې ذمه واري ومنله. په هغه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل شوي ول.

داعش په مارچ کې په کندهار کې له یوه بانک سره نېږدې د حملې ذمه واري هم منلې وه چې پکې ۲۱ تنه، چې ډېری یې د طالبانو د حکومت کارکوونکي ول، ووژل شول.

تر دې دوه میاشتې وروسته داعش په بامیان ولایت کې شپږ بهرني او کورني سیلانیان ووژل. د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې دا ډول حملې د ځینو طالبانو له ځان سره د جلبولو لپاره هم کارولې دي او په بیان کې یې دعوه کړې وه چې بهرني سیلانیان او یو "شیعه" وګړی یې په نخښه کړي دي. هغه سني سختدریځه ډله شیعه مسلمانان "مرتد" بولي.

د طالبانو د حکومت سرتېري په کابل کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د خراسان ډایرۍ په نوم د یوې خپرونې د څېړنیزو چارو مشر رېکارډو ولې وايي چې په بامیانو کې د داعش حمله د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ او اوسنۍ هغې ترمینځ توپیر ښکاره کوي. طالبان چې له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې پر افغانستان واکمن ول، نو په بامیانو کې یې د بودایانو لرغونې مجسمې ورانې کړې وې، خو اوسمهال یې ساتي.

ولې وايي چې هغوی دریځ لري چې "افغان طالبانو یو وخت دین سم تطبیقاوه او هغه بتان یې نړول" خو اوس د داعش خراسان څانګه تور پورې کوي چې طالبان د دې لپاره د بامیان بودایانو رغول شوې مجسمې ساتي چې "چینایان له افغانستان سره مالي او اقتصادي مرستې" وکړي.

دی وايي چې هغه ډله د طالبانو د حکومت اقتصاد خرابول او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې کمزورې کول غواړي او زیاتوي چې داعش مستقیماً د طالبانو سرتېرو ته مخاطبېږي او "پوهېږي" چې له هغوی څخه یې ځینې "ښايي خبرو ته غوږ ونیسي."

دا د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې د خبریال مایکل سکالن لیکنه ده چې مشال راډیو ژباړلې.