تامس وېسټ: د ملالې ورځ د تعلیم د حق د دفاع یادګېرنې معنا لري

د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبېل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ وایي، د ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځ د زده کړو د حقونو د دفاع د یادګېرنې معنا لري او افغان نجونه او ښځې خپلو حقونو ته د بشپړ لاسرسي حق لري.

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر ۱۲مه د نجونو د تعلیم د مبارزې او د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه کړې دي.

ملاله یوسفزۍ د ۱۹۹۷ز کال د جولای پر ۱۲مه په سوات کې زېږېدلې وه او هلته يې لومړنۍ زده کړې دي.

وسلوالو طالبانو په ۲۰۱۲ز کال کې پر نوموړې برید وکړ او سخته یې ژوبله کړه چې بیا د درملنې لپاره د برتانيا برمېنګم ښار ته ولېږدول شوه او تر رغېدو وروسته یې په ۲۰۱۳ز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وينا وکړه.

یوسفزۍ په سوات کې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوله او له همدې کبله طالبان ورته غصه ول او ورباندې یې برید وکړ.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ز کال کې د هغې د زوکړې ورځ د ملالې ورځ په توګه ونوموله او اوس یې هر کال په مناسبت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د نجونو د تعلیم د حق ترلاسه کولو او د زده کړو پر ارزښت غونډې جوړېږي.

یوسفزۍ د جولای پر ۱۲مه ۲۶ کلنه شوه او پر خپل ټوېټر يې ليکلي چې ۱۰ کله وړاندې ۱۶کلنه وه چې د ملګرو ملتونو غونډې ته يې وينا کړې وه او هغه وخت یې "هېڅ تصور نه وو کړی" چې په راتلونکې کې به څه کېږي.

د دې ټويټ په ځواب کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نوموړې ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او د هغې مننه یې کړې چې زده کړې ته د مساوي لاسرسي لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د "سختدریځو طالبانو د هغو سېسټماټیکو پالیسیو" پر وړاندې د نړیوال اقدام غوښتنه کوي چې ښځې او نجونې یې له زده کړو او د یوې ښه راتلونکې له هیلو محرومې کړې دي.

تامس وېسټ د اميري د ټويټ په ځواب کې لیکلي، "د ملالې پر ورځ د زده کړو د حقونو د دفاع یادونه کوو. افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکې لپاره ستره شتمني ده او خپلو وړتیاوو ته د رسېدو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري."

ملالې د جولای پر ۱۲مه د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هېڅکله یې تصور نه وو کړی چې په افغانستان کې به یو وخت نجونې له زده کړو بې برخې کېږي.

هغې وویل، افغانستان دا مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونه او ښځې پکې له زده کړو محرومه شوې دي. "۱۰ کاله مخکې مېلیونونه افغان نجونه ښوونځیو ته تللې، د هرو درو ځوانو ښځو له ډلې یوه یې پوهنتون کې وه، خو اوس افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې نجونه او ښځې یې له زده کړو منع شوې دي. د یوې پېغلې په توګه زه پوهېدم چې پرمختګ به ورو وي، خو د یوه بشپړ شاتګ د لیدو هېڅ تمه مې نه درلوده. اوس په ټول هېواد کې نجونه له ښوونځیو منع شوي، کورونو کې بندې پاتې دي او هیلې له لاسه ورکوي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې تر واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې يې نجونه له پوهنتونونو هم منع کړې.

له دې پرته، طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار او یوشمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه لګولي دي.

دا هم وګورئ:

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، نړۍ دې په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره اقدامات وکړي د افغانستان یوشمېر نومیالیو دیني عالمانو د نجونو پر زده کړو د بندیز ختمولو غوښتنه کړې دهد تعليمي کال پیل: افغان نجونه د ښوونځيو په بندېدو خفه دي

په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي، دا مهال د نړۍ پر کچ ۱۲۹ مېلیونه نجونه له تعلیمه بې برخې دي چې زیاتره یې په افریقایي، اسیایي او د منځني ختیځ په هېوادونو کې اوسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد، چې په جنورۍ کې افغانستان ته هم تللې وه، د ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت غونډې ته په وینا کې د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې زده کړو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې پانګونه ډېره کړي.

هغې د افغانستان پر وضعیت مشخصې خبرې و نه کړې، خو د نړۍ پر مشرانو یې غږ وکړ چې هېڅوک باید د تعلیم له حقه بې برخې نه کړي. "ملاله او ملګري ملتونه پوهېږي چې [زده کړې] یوه هیله او خیال نه، بلکې د بشر اساسي حق دی. موږ باید په واقعي ډول دا حق ټولو ته ورکړو او څوک ترې بې برخې نه کړو. د هرې کچې مشران چې دي باید د ملالې خبرې واوري او پر تعلیم پانګونه وکړي، دوی همدا اوس باید دا کار وکړي."

طالبانو په وار وار ویلي چې حکومت یې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، خو په خبره یې، د نجونو "خوندي" تعلیم ته د شرایطو په برابرولو بوخت دي.

البته د طالبانو د واکمنۍ له پيله په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو د دیني زده کړو مدرسې پراخه شوي چې په ظاهره یې طالبان د ښونځیو او پوهنتونونو یو بدیل بولي.

تازه د جولای پر ۱۱مه په ننګرهار کې د "اسوت القران" په نوم د نجونو یوه مدرسه پرانیستل شوه چې پکې ۱،۲۰۰ زده کوونکې تعلیم ترلاسه کولای شي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د هغې مدرسې د مشر همت الله قریشي په حواله لیکلي چې هلته د دیني زده کړو ترڅنګ نجونو ته د انګلیسي (انګرېزي)، کمپیوټر، ساینس او حرفو (مسلکونو) زده کړې هم ورکول کېږي.