کوټه کې د واده جنج د بس اوښتو پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۹ ژوبل دي

په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې هم د بسونو اوښتو په پېښو کې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د واده په جنج د تللیو کسانو د یو بس اوښتو په پېښه کې د دوو ښځو په ګډون پینځه تنه وژل شوي او ۲۹ ژوبل دي.

د بلوچستان حکومت په بیان کې ویلي دي چې د وراباڼو یا جنجیانو بس د اکتوبر پر درېیمه د کوټې له غربي بایپاس سړکه د بلیلي پر لوري روان وو چې واوښت.

مرستندویه کارکوونکو او ژغورونکو په پېښه کې د وژل شویو مړي او ژوبل کسان سېول روغتون ته لېږدولي دي.

د روغتیا وزیر بخت کاکړ تر پېښې وروسته په سېول روغتون کې بیړنی وضعیت اعلان کړی دی.

د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند په بیان کې ویلي دي چې حکومت په پېښه کې د ژوبلو وړیا علاج کوي.

چارواکو په بیان کې د بس اوښتو د پېښې لامل نه دی په ډاګه کړی.

په بلوچستان کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې کېږي چې پکې هر کال ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوړي.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه د شېراني ضلعې په دانه سر سیمه کې د مساپرو بس اوښتو په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، او د ګاډو پر ټاکلي وخت د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.