په کواټ کې د سکرو کان پرېوتو پېښې ۲ مزدوران وژلي دي

د سکرو کانونو مزدوران د ادم خېلو درې په اخوروالو کې یو پرېوتی کان رغوي - پخوانی انځور.

چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي دي.

په سیمه کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند جواد اپرېدي رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د اګست پر لومړۍ نېټه د دره ادم خېل په اخوروالو کې مزدورانو کار کاوه چې د سکرو کان پرېوت او دوه مزدوران یې لاندې کړل.

هغه وویل چې د مزدورانو مړي یې ایستلي او په بر دیر کې یې خپل پلرني کلي ته لېږدولي دي.

په پاکستان کې اکثر د سکرو په کانونو کې مرګونې پېښې کېږي چې لامل یې د مزدورانو لپاره د حفاظتي او نورو اسانتیاوو نه شتون او د قانون نه عملي کېدل ښوول کېږي.

په پاکستان کې د سکرو کانونو ټولنه وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر جون میاشتې پورې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۷۷ کان کیندونکي وژل شوي دي.

د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، تېر کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار، بلوچستان او داراز، د افغانستان اوسېدونکي دي.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.