د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په غزې تړانګه کې د "ملکي وګړو د ساتنې" پرېکړه لیک تایید کړی

د ملګرو ملتونو ۱۲۴ غړو هېوادونو د سېپټېمبر پر ۱۸مه د فلسطینۍ ادارې د قرارداد په حق کې رایه ورکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د غزې د روان کړکېچ په اړه "د ملکي وګړو د ساتنې او د قانوني او بشري ذمه واریو" په اړه یو قرارداد منظور کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خبرونو مرکز پر خپله رسمي ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه ۱۲۴ هېوادونو د پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، ۴۳ هېوادونو د رایې اچونې په بهیر کې برخه وانخیسته، او اسراییلو، امریکا او ۱۲ نورو هېوادونو یې په مخالفت کې ووټ ورکړ.

رویټرز اژانس وايي چې هغه قرارداد فلسطینۍ ادارې لیکلی او وړاندې کړی چې پکې له اسراییلو غوښتنه شوې ده چې د ۱۲ میاشتو په موده کې دې پر فلسطینۍ خاوره خپله "ناقانونه موجودګي" پای ته ورسوي.

فلسطینۍ ادارې روان کال د ملګرو ملتونو په عمومي جرګه کې د یوې څوکۍ په ګډون اضافي حقونه او امتیازات ترلاسه کړل او دا یې لومړی قرارداد دی چې هغې اسمبلۍ ته یې وړاندې کړ.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر ډیني دانون د پرېکړه لیک منظوري "شرمناکه" فیصله بللې او ویلي یې دي چې هغه قرارداد د فلسطینۍ ادارې د "ډېپلوماټیکې ترهګرۍ" ملاتړ کوي.

هغه پرېکړه لیک پر داسې مهال د ۱۹۳ غړو عمومي جرګې ته وړاندې شو چې په غزه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې د اسراییلو د جګړې یو کال پوره کېږي.

په غزې کې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطین په لویدیځه څنډه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.