ملګري ملتونه: غزه کې ۱۹ لکه کسان بې ځایه شوي دي

د اسراییلو تر امر وروسته فلسطینیان د خان یونس له ختیزې برخې د وتلو په حال کې - د جولای لومړۍ انځور.

د غزې تړانګې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ويلي چې په هغه سيمه کې اوس ۱۹ لکه کسان بې ځایه شوي دي.

سېګرېد کاګ د جولای پر دویمه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې د خان یونس سيمې د خالي کولو د نویو امرونو په اړه "زښته اندېښنه" لري.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د اسراییلي پوځ له لوري د القرارا او بني سهیلا په ګډون خان یونس ښار ته نېږدې له نورو سیمو څخه خلکو ته د وتلو د امر په نتيجه کې تر۲۵۰،۰۰۰ پورې ولسي وګړي اغېزمن شوي.

کاګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې "تر يو مېليون زيات هغه کسان یو ځل بیا بې ځایه شوي چې په خورا مشکلاتو د سرپناه او خوندیتوب په لټه کې دي."

نوموړې زیاته کړه چې په غزه کې د ټولو بې ځایه شویو شمېر ۱.۹ مېلیونه دی.

اخوا د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجارېک د جولای پر دویمه يوې خبري غونډې ته وويل چې پر دومره لویه کچه د خلکو وتل به یوازې د ولسي وګړو کړاوونه او بشري اړتیاوې لا پسې زیاتې کړي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. بلخوا د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.