امریکا او چین د اب و هوا بدلون پر وړاندې د همکارۍ زیاتولو هڅه کوي

په چین کې د سکرو له برېښناکوټه لوګي خېژي - پخوانی انځور.

امریکا او چین پر ترینګلو اړیکو سربېره د اب و هوا بدلون پر وړاندې د همکارۍ زیاتولو هڅه کوي.

ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه روان کال د ملګرو ملتونو په مرسته په وربلل شوې غونډه کې مستقیمې خبرې هم وکړي.

خو تر هغې غونډې مخکې د اقلیمي یا اب و هوا بدلون چارو لپاره د امریکا ځانګړی استازی جان کېري د جولای له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې پورې په بیجنګ کې له خپل چینايي سیال شي ژېنهوا سره غږېږي.

د میتېن، یا طبعي ګیس چې په کورونو کې هم کارېږي، د اخراج او د سکرو د استعمال کمول، د ځنګلونو وهلو مخنیوی او د بې وزله هېوادونو مرسته او ملاتړ د روانو ناستو مهم موضوعات دي.

کېري، له واشنګټنه تر روانېدو مخکې کانګرس ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او و یې ویل چې هیله من دی چې له بیجنګ سره به اړیکو کې د ثبات په پیدا کولو وتوانېږي.

امریکا او چین د نړۍ پر کچ تر ټولو زیات ګلخونه یا ګلخانه (ګرینهاوس) ګیسونه خارجوي.

د ځمکې په فضا کې د اوبو بخارات، کاربن ډای اکسایډ، میتېن، نایټرس اکسایډ او اوزون ګلخونه یا ګرینهاوس ګیسونه بلل کېږي چې په مناسبه موجودګۍ کې یې د ځمکې د تودوخې درجه متوازنه وي.

خو کله چې په فضا کې د هغو ګیسونو مقدار زیات شي نو بیا د نړیوالې تودوخې زیاتېدو لامل کېږي چې د چاپېریال او د انسانانو په ګډون د ټولو ژویو لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.

دا هم وګورئ:

پوهان وايي پاکستان ته د کوچیو مرغانو ورتګ شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوی دیاروپايي ټولنه: افغانستان د طبیعي ناورینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دیملګري ملتونه: افغانستان کې د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره د بیړنیو اقداماتو اړتیا دهحکومت د اب و هوا بدلون له وجې د ناورینونو خطر کمولو لپاره څه کوي؟

ساینسپوهان وايي، د ځمکې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ او میتېن زیاتېدو د نړیوالې تودوخې لوړېدو لوی لاملونه دي. کاربن ډای اکسایډ د سکرو، ګیس، تېلو، پېټرولو د سوځولو، د صنعتي فعالیتونو او داراز، د ځنګلونو د لویو برخو د وهلو له کبله زیات پیدا کېږي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال چارو پروګرام د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په یو رپورټ کې وویل چې د میتېن ګیس زیات پیداوار هم د تودوخې درجې د لوړېدو او په دې توګه د اقلیمي بدلون یو مهم لامل دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د میتېن مقدار زیاتېدو مهم سبب کرنه او په ځانګړي ډول په نړۍ کې د مالدارۍ یا د څارویو ساتلو پراخېدل دي. د څارویو له وجوده میتېن ګیس خارجېږي.

د رپورټ له مخې، د کرنې په برخه کې د شولو یا وریژو کښت د میتېن د زیات پیداوار وجه ده. رپورټ وايي، د شولو په پټیو کې اوبه ډنډ ولاړې وي چې خاورې ته د اکسیجن د رسېدو مخه نیسي او په دې توګه بیکټېریا ته مناسب ماحول ورکوي چې میتېن پیدا کړي چې بیا په فضا کې ورګډېږي.

د نړۍ مشران له یوشمېر لسیزو راهیسې د اب و هوا بدلون مخنیوي هڅې کوي او په دې لړ کې په ۲۰۱۵ز کال کې په پاریس کې نړیواله موافقه وشوه.

له هغه وخت راهیسې نړیوالو مشرانو یوشمېر غونډې کړې دي او وايي، د اب و هوا بدلون مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي.