د پنجاب د کاریا سیمې په پبي کې د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ تمرینونه پای ته رسېدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې له دوو اونیو راهیسې د روانو تمرینونو موخه د ځواکونو ترمینځ د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې له یو بل سره د تجربو د شریکولو ترڅنګ په عملیاتو کې د خپلو وړتیاوو او مهارتونو پیاوړي کول ول.
هغه مشقونه د جون پر ۲۹مه د پبي د ترهګرۍ پرضد په ملي مرکز پیل شوي ول.
ای اېس پي ار په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د پاکستان او امريکا پوځي افسرانو د تمرینونو تر بشپړېدو وروسته له يو بل سره د نظامي وړتياوو شريکول ارزښتناکه وبلل.
دا هم وګورئ: د پاکستان او امریکا پوځیانو ګډ تمرینونه پیل کړي ديپه پنجاب کې پوځي مشقونه پر داسې مهال شوي دي چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.
خو په خیبر پښتونخوا کې د بېلابېلو سیمو ولسي مشرانو او د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو د عملیاتو مخالفت کړی دی او پرضد یې احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه په بیان کې ویلي ول چې هغه قراردادد دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره تعمیري نه دی.
تر دې وروسته د جون پر ۲۸مه د پاکستان قامي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې یې استازو جرګې پر قرارداد اندېښنه ښکاره کړه.