لبنان کې د مخابراتي الو د چاودنو په دویمه څپه کې ۲۰ کسان وژل شوي، سلګونه ژوبل دي

په بيروت کې د سېپټېمبر پر ۱۸مه د مخابراتي وسيلو په چاودنو کې ژوبل کسان په امبولانس کې روغتون ته لېږدول کېږي.

په لبنان کې د مخابراتي وسیلو د چاودنې په دویمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي، چې ورسره په هغه سیمه کې د یوې هر اړخیزې جګړې وېره پیدا شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې او عیني شاهدانو ویلي، حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، وايي چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه یې په پلازمېنې بیروت کې د غړو په ګرځنده مخابرو یا واکي ټاکي کې چاودنې شوې دي.

حکومتي رسنیو د لبنان په جنوب او ختیځ کې هم د ورته چاودنو خبر ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۸مه يوه چاودنه د هغه کسانو له جنازې سره نېږدې وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه د پېجر په نوم د پیغامونو لېږد او ترلاسه کولو لپاره د کارېدونکو مخابراتي الو په چاودېدو کې وژل شوي ول. د سېپټېمبر ۱۷مې په چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي او د ايران پلوې حزب الله ډلې د جنګیاليو په ګډون پکې له ۲،۷۰۰ زيات کسان ژوبل شوي ول.

د لبنان د بهرنیو چارو وزارت هغه کار د اسراییلو انټرنېټي یا سایبري حمله بللې وه او ویلي یې ول چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شکایت دایرولو تیاری هم کوي. اسراییلو د لبنان د تور په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو د پوځ ویاند ویلي ول چې د پوځ مشر جنرال هېرڅي هلېوي د وضعیت ارزولو لپاره له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي ول.

دا هم وګورئ: لبنان د پېجرو چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده

د لبنان د روغتیا وزارت د سېپټېمبر پر ۱۸مه ناوخته وويل چې د "واکي ټاکي" په نوم د مخابراتي الو په تازه چاودنو کې د وژل شويو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او ۴۵۰ کسان پکې ژوبل شوي دي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یو ترهګر سازمان بولي، د وروستیو چاودنو تور پر اسراييل پوری کوي او وايي چې هغه عمل د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

بلخوا د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګلانت د سېپټېمبر پر ۱۸مه اسراییليو سرتېرو ته په وینا کې وویل چې د جګړې د یو "نوي پړاو په پیل" کې دي او دا "زړورتیا، هوډ او استقامت" ته اړتیا لري.

نوموړي د مخابراتي الو د چاودنو په اړه څه و نه ویل خو د اسراییلو د پوځ او امنیتي ادارو د کار ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه چې "پایلې یې ډېرې اغېزناکې دي."