ایا اروپايي ټولنه به د هنګري پاروونکي اقدامات په شا وتمبوي؟

په ستراسبورګ کې د اروپايي ټولنې د شورا غونډې یو پخوانی انځور.

هنګري اوسمهال د اروپايي ټولنې د شورا د شپږ میاشتینۍ دورې مشري په غاړه لري. ډېری خلک شاید په دې فکر وي چې د اګست میاشت ده او د اروپايي ټولنې په مرکز برسلز کې رخصتي ده نو هنګري به ګوزاره وکړي او د ټولنې له پارولو به ډډه وکړي.

خو بوداپېست د جولای په پای کې اعلان وکړ چې د "ملي کارډ" په نوم د مهاجرت پروګرام پراخوي او پکې د بوسنیا هرڅوګووینا، مالدووا، مونټېنېګرو او شمالي مقدونیا په ګډون د بېلاروس او روسیې وګړي هم پکې شاملوي. سربیا او اوکراین هم په هغه نوملړ کې شامل دي.

هغه کارډ لرونکي په هنګري کې د څو کلونو لپاره د کار کولو او د کورنیو له غړو سره د یوځای کېدو اجازه لري او د منظم کاري جواز یا سوداګریزې ویزې پرتله یې ترلاسه کول اسان دي. له دې پرته هغه کارډ لرونکي تر درو کلونو وروسته په هنګري کې د دایمي استوګنې اسناد هم ترلاسه کولای شي.

په هغه پروګرام کې د روسیې او بېلاروس شاملولو برسلز او د ټولنې یوشمېر غړي هېوادونه غصه کړي دي ځکه چې دا کار د هغو دواړو هېوادونو په اړه د اروپايي ټولنې د متفقه تګلارې خلاف کار برېښي.

اروپايي ټولنې د اوکراین د روانې جګړې له وجې د روسیې او بېلاروس پر څه باندې ۲،۰۰۰ وګړو سفري بندیزونه لګولي او شتمنۍ یې کنګل کړې دي. داراز، ټولنې له هغو هېوادونو سره د ویزو اسانتیاوو په اړه موافقې ځنډولې دي او له روسیې او بېلاروسه یې د اروپايي ټولنې بې پولې شېنګن ساحې ته د ځمکې او هوا له لارې تګ راتګ سخت کړی دی. له دې پرته، د ټولنې غړو هېوادونو په سلګونو روسي ډېپلوماټان د جاسوسۍ په تور ایستلي دي.

د هنګري پر وروستي اقدام نیوکه دا ده چې له دې سره په شېنګن سیمه کې امنیت خرابېدای شي او د روسیې د جاسوسۍ احتمال ډېرېدای شي ځکه چې کارډ لرونکي په نظري او عملي ډول کولای شي چې په اروپايي هېوادونو کې ازاد تګ راتګ وکړي.

د هنګري وزیراعظم وېکتور اوربان (کیڼ لوري ته) مسکو کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر خبري غونډې وروسته روان دی - د جولای پینځمې انځور.

په دې اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې اېلوا یوهانسن د اګست پر لومړۍ نېټه د هنګري چارواکو ته په استولي لیک کې ویلي دي چې په اروپا کې پر مهمو جوړښتونو د حملو، تخریب او نورو دښمنانه کړو راپورونه زیات شوي دي.

نوموړې ویلي دي چې په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د اوږدمهاله ویزو او د استوګنې جوازونو ورکولو وړتیا لري، د دې ډول پروګرامونو په اړه باید له احتیاطه کار واخیستل شي چې د اروپا د شریکې بې پولې سیمې بشپړتیا له خطر سره مخامخ نه شي او د دې ډول پروګرامونو احتمالي امنیتي اغېز هم باید په سم ډول په پام کې ونیول شي.

هغه لیک چې ازادې اروپا راډیو هم ترلاسه کړی پکې تر ټولو سختې پوښتنې ښايي دا وي چې د "ملي کارډ" په پروګرام کې د "روسیې او بېلاروس د وګړو د شاملولو لپاره څه خبرې په پام کې نیول شوي دي؟ او ایا بوداپېست تر دې پرېکړې مخکې "امنیتي ارزونه کړې ده او که نه؟"

هغه لیک پر بوداپېست فشار راوړي چې ایا د شېنګن د معلوماتو په نظام کې به د بېلاروس او روسیې د هغو وګړو په اړه پلټنه وکړي د کارډ په لټه کې دي؟

په هغه لیک کې نورې پوښتنې په دې پورې اړه لري چې هنګري څنګه ډاډ ترلاسه کوي چې هغه کسان شېنګن سیمې ته داخل نه شي چې تر بندیزونو لاندې دي او دا چې له هغو دواړو هېوادونو څخه څومره خلک د کارډ اخیستو لپاره درخواستونه ورکړي، د څومره کسانو غوښتنلیکونه منظور شوي یا رد شوي او پر څومره خواستونو کار روان دی؟

د هنګري وزیراعظم اوربان (کیڼ لوري ته) په بیجنګ کې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره روغبړ کوي - د جولای اتمې انځور.

البته پر ټول خپګان او سختو الفاظو سربېره اروپايي ټولنه واقعاً په دې لړ کې ډېر څه نه شي کولای. د اروپايي ټولنې ځینې چارواکي چې په برسلز کې ورسره د مشال راډیو خبریال خبرې کړې دي تاییدوي چې هنګري یو ځل بیا د ټولنې په قانوني چوکاټ کې نیمګړتیا موندلې او په دې برخه کې ډېر څه نه شي کېدای.

یو ډېپلوماټ مشال راډیو ته وویل چې هنګري قانوني دلیل لري او د ملي کارډ په اړه په اروپايي ټولنه کې له چا سره د مشورې اړتیا نه لري.

پوښتنه دا ده چې که د اروپايي ټولنې کمېشن او غړي هېوادونه پر دې قانع نه شي نو څه به کېږي؟

لومړی خو دا چې د اګست په میاشت کې د رخصتیو له وجې ښايي څه و نه شي، برسلز لا هسې چټک نه دی او لومړی وضعیت سم ارزوي.

دویم، په داسې حال کې چې ځینې غوښتنه کوي چې هنګري باید له شېنګن سیمې و ایستل شي یا غړیتوب یې وځنډول شي، خو دا ډېر امکان نه لري ځکه چې د دې اقدام لپاره د یووالي اړتیا ده چې ترلاسه کول یې تقریباً ناشوني دي. دا هم د یادولو ده چې دا کار به بېساری وي ځکه چې په ۱۹۸۵ز کال کې د شېنګن له معرفي کېدو راهیسې دا ډول عمل هېڅکله نه دی شوی.

د دې پر ځای دا کېدای شي چې د هنګري او ګاونډیو هېوادونو ترمینځ پر پولو او د مسافر وړونکو الوتکو څار، تالاشۍ او امنیتي هلې ځلې زیاتې شي.

هنګري ښايي د دې اقدام له اغېزه خوندي پاتې شي، خو د بوداپېست د چلند په اړه په اروپايي ټولنه کې مایوسي زیاته شوې ده. په برسلز کې د اروپايي ټولنې خبریال ته د ټولنې یو چارواکي ویلي دي چې په څه نا څه ډول د هنګري په شا تمبولو لپاره فشار په زیاتېدو دی او زیاتوي چې په روان دوبي کې مسکو او بیجنګ ته د وزیراعظم وېکتور اوربان د سفرونو په اړه لا هم غصه شته.

داسې هم امکان لري چې د اروپايي ټولنې په شورا کې د هنګري د رایې ورکولو حق وځنډول شي او خطر یې موجود دی، خو ایا دا یقیني ده؟ دې ته هم تر دې دمه څوک زړه نه ښه کوي، خو که د اروپايي ټولنې د تګلارو چلوونکي هېوادونه، یعنې فرانسه او جرمني، وغواړي نو داسې کېدای شي. خو دلته هم د ټولو غړو هېوادونو همکاري اړینه ده البته، پاریس او برلېن کولای شي چې نور له ځان سره ملګري کړي. یو ډېپلوماټ د مشال راډیو خبریال ته ویلي دي چې هغو هېوادونو تر اوسه "فکر کاوه چې پر هنګري یې لاس بری دی او دا چې ورسره به د اروپايي ټولنې د شورا مشرۍ پر مهال رغنده کار وکړای شي."

خو کله چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ډېپلوماټان تر چوټۍ (رخصتۍ) وروسته ستانه شي نو و به لیدل شي چې د هنګري د اقداماتو په اړه څومره زغم پاتې دی.