قاضي یحیا اپرېدي د پاکستان د ۳۰م مشر قاضي (چیف جسټس) په توګه د خپلې درې کلنې دندې لوړه کړې ده.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن او راډیو وايي چې ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر پر ۲۶مه په ولسمشریزه ماڼۍ کې قاضي اپرېدي ته سوګند ورکړ.
په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، د څلورواړو صوبو اعلاوزیران، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر، د سپریم کورټ اوسني او پخواني قاضیان او لوړپوړي چارواکي موجود ول.
تر دې مخکې ولسمشر زرداري د اکتوبر پر ۲۳مه د سپريم کورټ د نوي چيف جسټس يا مشر قاضي په توګه د جسټس يحيا اپرېدي د ټاکلو منظوري ورکړې وه.
له دې دوه ورځې اګاهو د پاکستان د ایین د ۲۶م ترمیم له مخې د پارلېمان ځانګړې کمېټۍ په غوڅ اکثریت، چې ۶۶ سلنه یا له درو څخه دوه برخې غړي کېږي، د اپرېدي نوم تایید کړی وو. د کمېټۍ غونډه د اکتوبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د پارلېمان په ودانۍ کې وشوه او د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ يې وروسته په یوه خبري غونډه کې د پرېکړې اعلان وکړ.
د پارلېمان ځانګړې کمېټۍ ۱۲ غړي لري چې د حکومت ترڅنګ د حکومت مخالفه ګوندونو غړي هم پکې شامل دي خو د پاکستان تحریک انصاف او سني اتحاد شورا (کونسل) غړو د کمېټۍ په غونډه کې ګډون و نه کړ.
د پاکستان سپريم کورټ اوسنی مشر قاضي جسټس قاضي فایز عیسا د اکتوبر پر ۲۵مه تقاعد شو.
دا هم وګورئ:
په کراچۍ کې وکیلانو د ۲۶م اییني ترمیم خلاف مظاهره وکړهد پاکستان د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د دندې موده پای ته رسېدلېجسټس يحيا اپرېدی د پاکستان سپريم کورټ نوی مشر قاضي ټاکل شویله ۲۶م اییني ترمیم وړاندې به د چيف جسټس تر تقاعد وروسته په هغه پسې بل مشر قاضي پر هغه منصب ټاکل کېده. جسټس یحیا اپرېدی د سپريم کورټ د مشرانو قاضيانو په قطار کې پر درېيم نمبر وو، خو ځانګړې پارلېماني کمېټۍ د خپل واک په کارولو سره نوموړی د هېواد د مشر قاضي په توګه ونوماوه.
د پاکستان حکومت روانه میاشت په ایین کې ترمیم وکړ چې له مخې یې د سپریم کورټ د مشر قاضي د دندې له مودې څخه د عمر شرط ختم شوی او پارلېماني کمېټي چې هر کس غوره کړي، ولسمشر به یې تر درو کلونو پورې د هېواد د مشر قاضي په توګه مقرروي.
د پاکستان سېنېټ د اکتوبر پر ۲۰مه او قامي اسمبلۍ پر ۲۱مه په ایین کې ۲۶م ترمیم منظور کړ چې وروسته د ولسمشر زرداري په لاسلیک د ایین برخه شو. په هغه ترمیم کې د اییني جرګګیو جوړول، د هېواد د مشر قاضي ټاکل، د هغه د دندې مودې مشخصول او د سپریم کورټ د قاضیانو د ټاکل شامل دي.
قاضي یحیا اپرېدي تر لوړې وروسته د جرګګیو جوړولو لپاره د قاضیانو درې کسیزه کمېټي جوړه کړه. دولتي ټېلېوېژن وايي چې نوموړي قاضي منیب اختر یو ځل بیا په هغه کمېټۍ کې شامل کړی دی. له دې پرته په کمېټۍ کې درېیم قاضي سید منصور علي شاه دی.
پخواني چیف جسټس قاضي فایز عیسا په هغه کمېټۍ کې د قاضي اختر پر ځای قاضي امین الدین خان شامل کړی وو.
د پاکستان رسنۍ وايي چې ټاکل شوې چې په اسلام اباد کې د نوي مشر قاضي په مشرۍ د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو (فول کورټ) لومړۍ غونډه وشي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جسټس يحيا اپرېدی څوک دی؟
جسټس يحيا اپرېدی د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ پر ۲۳مه په ډېره اسماعیل خان کې زېږېدلی دی. هغه د وکالت لوړې زدکړې د برېتانيې په کېمبرج پوهنتون کې کړې دي.
نوموړي په ۱۹۹۰ز کال کې د پېښور های کورټ د وکيل او په ۲۰۰۴ز کال کې د پاکستان سپريم کورټ د وکيل په حيث کار پيل کړ.
اپرېدي په ۲۰۱۰ز کال کې د پېښور های کورټ د اېډيشنل جج په توګه لوړه وکړه او د ۲۰۱۲ز کال د مارچ پر ۱۵مه د دایمي قاضي په توګه وټاکل شو.
نوموړي د ۲۰۱۶ز کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه د پېښور های کورټ د چيف جسټس يا مشر قاضي په توګه کار پيل کړ.
جسټس يحيا اپرېدی د ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۲۸مه د پاکستان سپريم کورټ يا ستر عدالت قاضي وټاکل شو.