اروپايي ټولنې د روان کال تر پایه د روسیې د تېلو پر ټولو درامداتو د بندیز وړاندیز کړی دی.
وړاندیز د مې پر څلورمه د اروپايي ټولنې د کمېشن ۲۷ غړو هېوادونو په غونډه کې وشو چې سلوواکیا او هنګري یې مخالفت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په جنوب ختیځ بندري ښار ماریوپول کې د پولادو له کارخانې سره نېږدې بریدونه زیات کړي دي خو د اوکراین ځواکونه د اوسپنې ددې کارخانې دفاع ته دوام ورکړی دی.
د ازوف په نوم د ځواکونو یوې ډلې مشر کرنل دېنیس پوروپېنکو د پیغامونو پر اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې ویلي، هغه مهال سخته جګړه روانه وه چې روسي ځواکونه د کارخانې سیمې ته ورننوتل.
دا هم وګورئ: سلوواکیا او هنګري: پر روسیو تېلو او ګیس بندیزونه د منلو نه دينوموړي وویل، په کارخانه کې "حالات ډېر سخت" دي او اوکرایني ځواکونه لا هم د ځان دفاع کوي. پوروپېنکو زیاته کړه چې پر هغو "سرتېرو ویاړي چې د دښمن په شا تمبولو لپاره سختې هڅې" کوي.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو له عمومي مشر انتونیو ګوتیرېش څخه غوښتنه کړې ده چې په صنعتي مرکز کې د بند پاتې اوکراینیو وګړو د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي.
د زېلېنسکي دفتر په بیان کې ویلي چې نوموړي په ځانګړي ډول پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې له ازوفستال کارخانې څخه د ټپیانو په ایستلو کې مرسته وکړي.
مسکو ژمنه کړې ده چې د مې له پینځمې څخه تر شپږمې پورې به د نورو کسانو د ایستلو لپاره روانه اوونۍ پوځي کارروايي دروي. خو هغه هېواد تر دې مخکې د بشري دهلېزونو په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو سرغړونه کړې ده.