اسلامي نظریاتي شورا د نرښځیانو د حقونو قانون جاج اخیستو لپاره د کمېټۍ جوړولو سپارښتنه کړې

په پېښور کې یوشمېر خواجه سرا د ښادۍ لمانځلو پر مهال - د ۲۰۱۷ز کال انځور.

د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا د نرښځیو د حقونو د خوندیتوب د قانون جاج اخیستو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو وړاندیز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جماعت اسلامي د سېنېټر مشتاق احمد خان تر نیوکو وروسته په هغه هېواد کې د نرښځیو د حقونو پر قانون تاوده بحثونه پیل شوي دي.

نوموړي ویلي ول چې خلک له طبي معاینې او قانوني اسنادو پرته په شناختي کاډرونو کې خپل جنس "خواجه سرا یعنې نرښځی" لیکي. مذهبي ګوندونه او ډلې دعوه کوي چې هغه قانون په پاکستان کې "همجنس بازۍ" ته لاره هواروي.

د اسلامي نظریاتي شورا څرګندونې

اسلامي نظریاتي کونسل یا شورا د سېپټېمبر پر ۲۷مه تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۱۸ز کال قانون یوشمېر مادې له شرعي اصولو سره سمې نه دي او ټولنیزې ستونزې زېږولای شي.

په بیان کې د "واقعي مخنث" یا نرښځې د "حقونو پر خوندیتوب" ټینګار شوی دی او پکې راغلي چې د نرښځیو د حقونو د قانون جاج اخیستو لپاره دې په کمېټۍ کې د کونسل غړي او طبي او قانوني ماهران شامل شي.

هغې دولتي شورا دا نه دي ویلي چې د قانون کومې مادې له شرعي اصولو سره سمون نه خوري. خو هغه قانون په وفاقي شرعي عدالت کې چیلېنج شوی او قاضیان یې جاج اخلي.

د سېنېټ اقدام

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان رسنۍ وايي، د سېنېټ مشر صادق سنجراني د سېپټېمبر پر ۲۵مه د نرښځیو د حقونو په قانون کې د بدلونونو یا ترمیمونو د ۲۰۲۲ز کال مسوده کمېټۍ ته د بحث لپاره وسپارله.

ترمیمي مسوده د پاکستان تحریک انصاف سېنېټرې فوزیې ارشد وړاندې کړې وه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا نرښځیانو د مظاهرې له لارې د خپل امنيت غوښتنه کړې

د نرښځیو اندېښنې او ورباندې بریدونه

د سېپټېمبر پر ۲۷مه په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د سازمان یوشمېر غړو د امنیتي اندېښنو له کبله له نوم ښوولو ډډه وکړه او مشال راډیو ته یې وویل چې په پاکستان کې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پر قانون تر بحثونو وروسته له نرښځیو څخه کرکه زیاته شوې او پر ځينو کسانو حملې هم شوې دي.

هغوی له دې پرته نور معلومات ور نه کړل خو په هغه صوبه کې په تېرو کلونو کې پر نرښځیو یوشمېر بریدونه شوي دي.

په پېښور کې یوشمېر نرښځیان د خپل یوه ملګري د وژنې ضد احتجاج کوي - د ۲۰۱۹ز کال انځور.

تازه د صوابۍ پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۷مه وویل چې په هغه ښار کې یو نرښځی ویشتل شوی دی. پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وفا چې اصلي نوم یې رحم شېر وو، د سې شنبې (نهې) پر ورځ له صوابۍ انټرچېنج سره نېږدې ووژل شو.

د وړوکي لاهور تاڼې پولیس وايي، رپورټ یې د مردان یوه اوسېدونکي رزق شاه پرضد دایر کړی دی او د نیولو هڅې یې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو سازمان مشرې ارزو خان پر فېسبوک په بیان کې له صوبايي حکومته غوښتي چې د نرښځیو د خوندیتوب لپاره دې اقدامات وکړي او پر هغوی دې په بریدونو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړې د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې د نرښځیو پرضد تاوتریخوالی زیات شوی دی خو پر دې سربېره یې د جایزو حقونو لپاره د غږ پورته کولو پر ځای منفي پروپیګنډې کېږي. "زموږ اواز څوک نه اوري. له موږ سره څوک نه درېږي. زموږ د حقونو لپاره څوک خبره نه کوي. په پاکستان کې چې زموږ د حقونو لپاره کوم [قانون جوړ شوی]، هغه یې هم د [همجنس بازۍ] په الزاماتو بدنام کړ."

ارزو خان زیاته کړه چې دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې وخت په وخت نرښځي په نښه کېږي.

په پېښور کې د بشري حقونو فعال تیمور کمال وايي، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۷۱ نرښځي وژل شوي دي.

دی وايي، پولیس پلټنې سمې کوي او تورن کسان نیسي هم خو عدالت د نرښځیو په وژنه تر اوسه یو کس هم نه دی سزا کړی ځکه چې د وژل شویو نرښځیانو "مدعیان عدالتي اورېدنو ته نه حاضرېږي ځکه چې اکثر قاتلان ورته دړکې ورکوي. نو په دې وجه په اکثرو پېښو کې یا راضينامې وشي او یا مقدمه نیمګړې پاتې شي."

د حقونو فعالانو دریځ

تیمور کمال وايي، که د نرښځیو په قانون کې نیمګړتیاوې وي نو په داسې ډول دې پوره شي چې د خواجه سراوو ژوند له ګواښونو سره مخامخ نه شي. "په ۲۰۱۸ز کال کې چې پارلېمان دا قانون جوړاوه نو که ورڅخه څه نیمګړتیا پاتې شوي وي نو په اړه یې داسې بحثونه نه دي په کار چې د خواجه سراوو پرضد نفرت او د هغوی ژوند ته د خطر او مسلو سبب شي. که څه پکې غیر اسلامي وي، نو هغه خبرې دې ترې وباسي."

پر دې خبره تحفظات دي چې په هغه قانون کې د خواجه سراوو تعریف سم نه دی شوی.
قمر نسیم

په پېښور کې د نرښځیو د حقونو د سازمان مشر قمر نسیم وايي چې د اسلامي نظریاتي شورا دا سپارښتنه سمه ده چې د قانون جاج اخیستو لپاره دې کمېتي جوړه شي.

ده هم د سېپټېمبر پر ۲۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا مسله دې په داسې ډول هواره شي چې له نرښځیو د کرکې باعث نه شي. "اسلامي نظریاتي کونسل پر دوو خبرو زیات [ټینګار] کوي. یو د نرښځیو د جنس پېژندنې خبره ده چې په خپله خوښه نه بلکې د یو طبي بورډ د معاینې له لارې دې کېږي. بل پر دې خبره تحفظات دي چې په هغه قانون کې د خواجه سراوو تعریف سم نه دی شوی. خو موږ وايي چې هر رقم قانون [جوړېږي] یا طبي معاینه کېږي نو داسې [کړنلاره] دې [انتخاب] شي چې د نرښځیو په اړه نفرت نه خپروي او حقیقي نرښځيو ته پکې د مسلو جوړولو پر ځای دا قانوني معاملات اسانول په کار دي."

د نرښځیانو د حقونو قانون

د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۲ز کال کې د نرښځیو د حقونو او خوندیتوب د قانون جوړولو سپارښتنه کړې وه چې سېنېټ یې مسوده د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې منظوره کړه.

تر دې وروسته د هم هغه کال په مې کې قامي اسمبلۍ هم مسوده تایید کړه او لنډمهالي ولسمشر صادق سنجراني په هم هغه میاشت کې ورباندې لاسلیک وکړ چې د قانون په توګه نافذ شو.

په هغه قانون کې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، خواجه سراوو ته د هېواد د نورو وګړو په څېر د حقونو ورکولو خبر شوې.

تر دې وروسته نرښځیو د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ.

په قانون کې له نرښځیو سره د توپیرپالنې مخنیوي، د میراث یا په جایداد کې د برخې ورکولو حق، د جلسو او غونډو، د ووټ ورکولو، په سرکاري دفترونو کې د کار کولو او نور حقونه شامل دي.