د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د ووټونو شمېر لا هم روان دی او په داسې حال کې چې وروستۍ نتیجې لا هم نه دي اعلان شوې، اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه ډېموکراټ سیال جوزف بایډن دواړه په خپلې بریا باوري دي.
دا په داسې حال کې ده چې په شپږو مهمو ایالتونو کې د میلیونونو ووټونو شمېرل روان دي.
د نومبر پر څلورمه د پېښور له وخت سره سم، د ماخوستن تر ۸:۳۰ بجو بایډن په اېرېزونا، مېشیګن، نېواډا او وېسکانسن کې مخکې وو او ټرمپ په جورجا او پېنسلوېنیا کې مخکې وو.
خو انتخاباتي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې لاکونه ووټونه لا هم نه دي شمېرل شوي ځکه چې په یو شمېر ایالتونو کې میلیونونو خلکو د نومبر پر درېیمه تر انتخاباتو مخکې د ډاک له لارې رایې کارولې وې او د هغوی شمېرل ښايي نتیجې بدلې کړي.
په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې د خپل سیال کاندید جو بایډن خلاف تر وخت مخکې د بریا دعوه او د قانوني کارروایۍ دړکه یې کړې.
هلته د امریکا نېواډا ایالت بې له لامل ښوولو ویلي چې د نومبر تر پېنځمې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ووټونو شمېرل ځنډوي.
په ایالت کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه سیال جو بایډن ترمنځ سخته سیالي ده.
د ایالت انتخاباتي چارواکو د نومبر پر څلورمه پر ټوېټر ویلي چې لا هم د ډاک له لارې د استول شویو ووټونو شمېر پاتې دی چې روانه اوونۍ به مرکزونو ته ورسېږي.
په انتخاباتو کې د بریا لپاره یو نوماند ته د انتخاباتي ډلې یا پلاوي (الېکټورل کالج) ۲۷۰ رایې پکار دي.
دا هم وګورئ: د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو نقشهبلخوا د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بایډن ویلي چې په باور یې کیمپېن یې د خپل هدف پر لوري روان دی.
دا وخت د انتخاباتو نتیجې پر مهمو ایالتونو منحصرې دي چې پکې مېشيګن، پنسلوېنیا او وېسکانسن شامل دي.
په دې درو ایالتونو کې بریا ښايي د بایډن د کامیابۍ لپاره کافي وي.
ولسمشر ټرمپ تر انتخاباتو مخکې په بیا بیا او بې له ثبوته اشارې ورکړې وې چې د ډاک له لارې د ووټونو له زیاتېدو سره د درغلۍ امکان زیاتېږي.
نوموړي د خپلې بریا د دعوې په دفاع کې له ثبوت ورکولو پرته ویلي چې دا "له امریکايي ولس سره دوکه ده."
ولسمشر واک نه لري چې د خپلې بریا دعوه وکړي ځکه چې په هر ریاست کې انتخاباتي چارواکي نتیجې اعلانوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
جو بایډن پر ټوېټر لیکلي چې دا د هغه یا "د ډانلډ ټرمپ اختیار نه دی چې د انتخاباتو د کامیابۍ اعلان" وکړي.
ټرمپ تر دې مخکې پر ټوېټر په بیان کې د انتخاباتو د غلاکولو د هڅې تور پورې کړی او ویلي یې دي چې تمه لري چې په لوی اکثريت انتخابات وګټي.
نوموړي دا خبره تر هغې وروسته کړې چې بایډن خپلو ملاتړیو ته وینا وکړه.
بایډن هیله لرله چې په فلورېډا، اوهایو او شمالي کیرولاینا کې به بریا ترلاسه کړي چې ورسره به د ولسمشر ټرمپ د کامیابۍ امکان کم شوی وای.
خو نتیجو وښوده چې په ځینو هغو ایالتونو کې ټرمپ له زیات ملاتړه برخمن دی چې تر انتخاباتو مخکې په نظر پوښتنو کې نه برېښېده.
که له پېنسلوېنیا پرته هم ۷۷ کلن بایډن په اېرېزونا، مېشیګن او وېسکانسن کې او له وړاندوینو سره سم، په نېبراسکا کې بریا ترلاسه کړي نو د انتخاباتو ګټونکی به شي.
خو دا به په هغه صورت کې ممکن وي چې که دی هغه ایالتونه هم وګټي چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ز کال کې بایللي ول.
د ټرمپ دعوه او د ټولنیزو شبکو غبرګون
ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټوېټر د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ټویټونو او ویډیويي پیغامونو سره د سرې نښې (فلیګ کولو) د اقدام دفاع کړې.
ټوېټر او فېسبوک د انتخاباتو په اړه د ولسمشر ټرمپ "تر وخت مخکې" بیانونه فلیګ کړل (یعنې ورباندې یې د خبرداري د سره بیرغ نښه ولګوله).
ولسمشر ټرمپ د نومبر پر څلورمه د ثبوتونو وړاندې کولو پرته د ووټونو د شمېرلو تر بشپړدو مخکې په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کړ.
ټوېټر سمدستي د نومبر پر څلورمه د ولسمشر ټرمپ د دغه بیان په اړه خبرداری ورکړ او ورسره یې د ناکره معلوماتو نښه ولګوله.