اوکراین جګړه: روسي پوځ د ملکیانو د وتلو لپاره د اوربند امر کړی؛ روسیه کې پراخې مظاهرې

د اوکراین په ماریوپول ښار کې تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ څلورمې انځور.

روسي پوځ ویلي دي چې د اوکراین له پلازمېنې کییف او له ماریوپول، خارکیف او سومي ښارونو څخه یې د ملکي وګړو د وتلو لپاره نن (د مارچ اوومه) د پېښور پر وخت د غرمې له ۱۲ او د کابل له ۱۱:۳۰ بجو څخه د اوربند امر کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر شپږمه له ماریوپوله له ملکي وګړو د ایستلو هڅې ناکامه شوې.

خو ریا نووستي خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله د خلکو د ایستلو د لارو په اړه معلومات خپاره کړي چې پکې ښکاري خلکو ته یوازې روسیې او بېلاروس ته د ورتګ اجازه ده.

اوکراین دا اقدام "مطلق غیر اخلاقي" بللی او د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویاند ویلي دي چې اوکراینیو وګړو ته باید اجازه ورکړل شي چې د اوکراین پر خاوره له خپلو کورونو څخه ووځي.

د ولسمشر ویاند، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، په لیکلي پیغام کې ویلي "دا په بشپړ ډول غیر اخلاقي کیسه ده. د خلکو له کړاوه د خپلې خوښې ټېلېوېژني انځورونو او نظر ایجادولو لپاره کار اخیستل کېږي." ویاند مخکې لیکلي چې له ښارونو وتونکي خلک "اوکرایني وګړي دي او باید د اوکراین له خاورې څخه د وتلو حق ولري." هغه پر روسیې تور پورې کړ چې قصداً یې د خلکو د ایستلو د تېرو هڅو مخې ته خنډونه درول.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې یوه کاري ډله به د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې د خلکو د وتلو بهیر څاري. تر اوسه روښانه نه ده چې دا اوربند به تر کوم وخته پورې عملي وي.

په روسیه کې د جګړې ضد مظاهرې

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.

پولیس په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې یو مظاهره کوونکی نیسي - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ لومړۍ نېټې انځور.

د او وي ډي انفو په نوم د څار ادارې ویلي دي چې د مارچ پر شپږمه له مظاهرو راهیسې د ګل (دوشنبې) تر سهاره د روسیې په ۶۹ ښارونو کې ۴،۸۶۲ کسان نیول شوي دي.

اداره واي،ي په مسکو کې د نیولیو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲،۳۱۹ دی. هغه اداره زیاتوي چې د پولیس څانګې چې کوم نوملړ خپور کړی،. ښايي تر هغې زیات کسان یې نیولي وي.

په روسیه کې د حزب اختلاف فعالانو پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې په مسکو او سېنټ پیټرزبرګ کې په زرګونه مظاهره کوونکي ښکاري چې د "جنګ نه غواړو" او "شرم وکړه" شعارونه ورکوي.

له روسیې دباندې د هند او قازقستان په ګډون د نړۍ په یوشمېر نورو هېوادونو کې هم تر هغې وروسته مظاهرې وشوې چې د کرېملېن مخالفه زنداني الېکسي نوالني پر نړیوال کچ د جنګ ضد احتجاجونو غوښتنه وکړه.