برتانیې پر روسیې په اوکراین کې د جنګي جرمونو تور پورې کړی

له کییف سره نېږدې په بوچا سیمه کې د ډله ییز قبر نښې لیدل کېږي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل درېیمې انځور.

د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن پر روسیې د "جنګي جرمونو" تور پورې کړی دی او ویلي یې دي چې پر هغه هېواد به بندیزونه لا پراخ کړي.

جانسن د اپرېل پر درېیمه په بیان کې وویل چې په داسې حال کې چې له کییف سره نېږدې په بوچا او اېرپین سیمو کې روسیې پر ولسي وګړو "ناوړه حملې" کړې دي، لندن به له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي او پر مسکو به بندیزونه پراخ کړي. نوموړي همداراز ویلي چې له اوکراین سره بشري مرستې هم زیاتوي چې هلته د اړو خلکو لاسنیوی وشي.

برتانوي وزیراعظم د روسیې په اړه تر هغې وروسته سخت دریځ غوره کړ چې مسکو د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین بې له پارونې یرغل وکړ. جانسن په بیان کې زیاته کړې چې له کییف سره نېږدې پر "بې ګناه" اوکراینیو وګړو روسۍ حملې د دې ثبوت دی چې هغه هېواد "جنګي جنایتونه" کړي دي.

مسکو د نوموړي د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې ځواکونه یې پر ولسي سیمو حملې نه کوي.

له کییف سره نېږدې په اېرپین سیمه کې تر بمبارۍ وروسته په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۳۰مې انځور

په عین وخت کې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې روسیه د اوکراین له پلازمېنې کییف سره له نېږدې ځایونو سرتېري نه باسي بلکې په نوي ترتیب یې ځای پر ځای کوي.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه له امریکايي سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې امکان دی چې روسیه نوې حملې پیل کړي. ده وویل، ورته "خوشبینه کېدل نه دي په کار بلکې اندېښنه" لري چې بریدونه به دوام وکړي او پکې د "زیاتوالي امکان" هم شته.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اوکراینۍ کډواله وايي د خپل ښار ویجاړي یې ژړوي

همداراز، امریکايي او غربي چارواکو هم په وروستیو کې له اوکراینه د روسیو پوځیانو د وتلو خبرونو ته ارزښت نه دی ورکړی او ویلي یې دي چې مسکو د خپلو سرتېرو ایستلو پر ځای یې ځایونه بدلوي او ورته د سامانونو او شیانو رسولو لارې پیدا کوي.

د چارواکو په خبره، ممکنه ده چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې په دونباس سیمه کې نوي بریدونه پیل کړي.

روسي ځواکونه په فبرورۍ کې د یرغل له پیلولو راهیسې د اوکراینیو امنیتي ځواکونو له سخت مزاحمت سره مخامخ دي. د جګړې له پیلېدو راهیسې د دواړو لوریو سلګونه سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.