په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځ ویلي، د هوايي ځواک یو پېلوټ د جولای پر نهمه د الوتکې تر پرېوتو ورڅخه روغ وتلی وو.
پوځ د جولای پر ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي، د افغان هوايي ځواک اې-۲۹ سوپرټوکانو الوتکې د پرېوتو لامل په اړه پلټنې کوي خو لومړنۍ موندنې ښيي چې په الوتکه کې تخنیکي ستونزه پیدا شوې وه.
د سیمه ییزو چارواکو په خبره، الوتکه د جولای پر نهمه غرمې مهال د بغلان په دوشي ولایت کې پرېوته او پېلوټ یې په پیراشوټ کې ځمکې ته کوز شوی وو چې بګرام هوايي اډې ته استول شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت هم د جولای ۱۰مې پر سهار په بیان کې ویلي چې الوتکه د روزنیز پرواز پر مهال پرېوتې او پيلوټ یې روغ دی.
د پېښې پر مهال د دوشي په شاوخوا کې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمنځ جګړه هم روانه وه.