په کوټه کې د بلوچستان د اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پرضد د عدم اعتماد تحریک ناکامه شوی دی.
د مې پر ۲۶مه چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل په غونډه کې د عدم اعتماد د تحریک وړاندې کولو غږ وکړ نو یوازې ۱۱ غړي یې په حق کې ودرېدل.
د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم، د اسمبلۍ ۲۰ فیصده غړي باید د بې باورۍ تحریک وړاندې کېدو په حق کې وي چې تر هغې وروسته پر پرېکړه لیک بحث کېږي او بیا یې په اړه غړي رایې ورکوي. په دې توګه د بلوچستان په اسمبلۍ کې باید لږترلږه ۱۳ غړي پر اعلاوزیر د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو په حق کې درېدلي وای خو داسې و نه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د مې ۱۸مې پر مازیګر د میر عبدالقدوس بزنجو مخالفانو یې پرضد د عدم اعتماد تحریک دایر کړی وو. قرارداد د صوبې پخواني اعلاوزیر جام کمال خان، د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني مشر سردار یار محمد رند او د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر اصغر خان اڅکزي د سپیکر مرستیال ته وړاندې کړی وو او ویلي یې ول چې ورباندې داسمبلۍ ۱۴ غړو دستخطونه کړي.
خو د مې پر ۲۶مه له هغو ۱۴ څخه یې ۱۱ د اسمبلۍ غونډې ته حاضر نه شول.
دا هم وګورئ:
بلوچستان اسمبلۍ کې پر اعلاوزیر د بې باورۍ تحریک دایر شویعبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی اعلا وزیر شود بلوچستان اعلاوزیر جام کمال خان تر استعفا وروسته د اسمبلۍ سپیکر هم مستعفي شود بلوچستان په اسمبلۍ کې ټول ۶۵ غړي دي او د اعلاوزیر بزنجو پرضد د عدم اعتماد تحریک بریا لپاره د ۳۳ غړو د رایو اړتیا وي. د بزنجو بلوچستان عوامي ګوند په اسمبلۍ کې ۲۴ غړي لري خو د ګوند مرکزي مشر جام کمال یې خلاف دی.
په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټي ۱۶ غړي لري.
خو د جمعیت علمای اسلام (ف) د ۱۱ څوکیو په ګډون پاتې غړي د نورو مخالفه ګوندونو دي.
د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۵مه د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان پرضد هم د عدم اعتماد تحریک وړاندې شوی وو خو نوموړي ورباندې په نومبر کې تر رایې اچونې مخکې استعفا ورکړې وه او بیامیر عبدالقدوس بزنجو بزنجو نوی اعلاوزیر منتخب شوی وو.