د بلوچستان پوهنتون استاد پوهاند لیاقت سنی بنګلزی چې د نومبر پر ۲۸مه په مستونګ کې د پوهنتون له دوو نورو استادانو سره نامعلومه وسله والو تښتولی وو، د نومبر ۲۹مې شپې ناوخته خوشې شوی او د دوشنبې (ګل) پر سهار وختي کور ته رسېدلی.
تر تښتونې شاوخوا دوه ساعت وروسته د هغه ملګري ډاکټر شبير شاهوانی او ډاکټر نظام بلوڅ پرېښوول شول خو دی تښتونکو له ځان سره ساتلی وو.
د دې پر ضد په بلوچستان کې د زده کوونکو سازمانونو، بلوڅ ملتپاله ګوندونو او د بلوچستان يونيورسټۍ د استادانو اتحاديې احتجاج وکړ.
د بلوچستان پوهنتون د اکاډمیک سټاف اسوسيېشن مشر کليم بړېڅي د نومبر پر ۲۹مه نېټه د کوټې خبریالانو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال حکومت ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې استاد سني پیدا کړي.
ده دړکه ورکړه چې که پیدا نه شو نو په احتجاج لاس پورې کوي او په صوبه کې به د څوارلسم جماعت د روانو امتحانونو له څارلو به بايکاټ وکړي.
د استادانو اتحاديې د دې دړکې ۲۴ ساعته لا نه ول پوره شوي چې د نومبر پر ۳۰مه نېټه ډاکټر لياقت سني سهار وختي کور ته ورسېد.
د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د نومبر ۲۹مې شپې مهال مشال راډيو ته د ډاکټر لياقت سني کور ته د رسېدو تصديق وکړ.
نوموړي وويل چې د مستونګ پوليسو او ليويزو د هغه د خلاصون لپاره په مختلفو سيمو کې چاپې ووهلې خو دا یې په مشخصه توګه دا ونه ويل چې ډاکټر لياقت سني د حکومتي هلو ځلو په نتيجه کې هغه خوشې شوی دی او که څنګه.
تر خوشې کېدو وروسته استادان او خپلوان د پوهاند سني کور ته ورغلل او له هغه سره يې ولیدل.
د هغه دوو ملګرو د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې هغه ډېر زيات ستړی وو، د تښتونې پر مهال وهل شوی وو او له تېرو دوو ورځو خوب ته هم نه وو پرېښوول شوی.
دي بلوچستان پوسټ نومي ووبپاڼې د پروفېسرانو د تښتونې په اړه په ويډيويي رپورټ کې د تښتوونکي له خوا د پرېښوول شوي ډاکټر شبير شاهواني خبرې هم شاملې کړي دي.
نوموړی د پېښې په اړه وايي چې د دوی ګاډی مخ پټو کسانو ودراوه او دی او ډاکټر نظام بلوڅ يې يو او ډاکټر لياقت سني يې بل ګاډي ته په زوره واچول خو د ده په خبره، د دوه دوه نيم ساعت سفر وروسته يې دوی دواړه د يوه غره په لمن کې پرېښوول.
په بلوچستان کې په ۲۰۰۶ز کال کې د پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په حکومت کې د پوځي عملياتو پر مهال د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي تر وژل کېدو وروسته ځينې بلوڅ وسله والې ډلې جوړې شوې وې چې له پاکستانه د بېلېدو لپاره یې وسله واله مبارزه پیل کړه.
د دې ډلو د وهلو لپاره د پاکستان پوځ عمليات وکړل. پر دې مهال ګڼ بلوڅ سياسي فعالين تښتول شوي چې بلوڅ ډلې يې تور پر پوځ لګوي خو هغوی تل دا تور رد کړی دی.
هم دې حالاتو ته په کتو د دې درې پروفېسرانو د تښتېدو خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته د بلوڅ زده کوونکو سازمانونو او استادانو اتحاديې سخت غبرګون وښود.
خو نه حکومت، نه د تښتوونکو له منګولو خلاص شویو استادانو او نه هم د پوهنتون د استادانو اتحاديې دا ويلي چې دوی درې واړه چا تښتولي ول.
د بلوچستان يونيورسټۍ اکاډمیک سټاف اسوسيېشن جنرل سېکرېټري باقي جتک د نومبر پر ۳۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی ته نه ده معلومه چې دا استادان چا تښتولي دي.
ده د دې لپاره د "نامعلومو" کسانو اصطلاح استعمال کړه.
په بلوچستان کې روانې ناکرارۍ د کوټې يونيورسټي د نورو تعليمي ادارو په مقابله کې زياته ځپلې ده. د نواب اکبر خان بګټي له وژنې راهیسې بلوڅ سازمانونه په پوهنتون کې ډېر فعال پاتې شوي او د دې لپاره حکومت ګڼ ملېشه سرتېري ځای پر ځای کړل چې په نتيجه کې يې په پوهنتون کې سياسي فعاليتونه تقریباً په ټپه ودرېدل.
د باقي جتک په وينا، په تېرو څه دپاسه ۱۰ کلونو کې پینځه استادان پروفيسر صفدر کیاني، پروفيسر ناظمه طالب، پروفيسر صبا دشتياري، خورشيد انصاري او محمد دانش عالم وژل شوي او څلور تښتول شوي دي.
په دوی کې د پروفيسر صفدر کياني او ناظمه طالب د وژنو ذمه واري بلوڅ وسله والو ډلو منلې او د پروفېسر صبا دشتياري چې د بلوڅ بېلتونپالو ښکاره ملاتړی وو، د وژنې تور بيا بلوڅو ډلو پر امنيتي ادارو پورې کړی وو.
د يونيورسټۍ د اکاډمیک سټاف اسوسيېشن مشر کليم بړېڅي د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د استادانو وژنو او تښتونو په ښوونکو کې وېره خپره کړې ده.
د ده په خبره، د تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو د ناکراريو پر مهال د پوهنتون هغه استادان او انتظامي چارواکي چې د نورو صوبو ول، له يونيورسټۍ څخه ځانونه بدل کړي.
د ده په خبره، د دې کسانو شمېر نېږدې ۵۰ دی.
هغه وايي، دا مهال په پوهنتون کې دومره وېره خپره ده چې استادان، په تېره بيا د تاريخ، سياسیاتو او نړيوالو اړيکو ښوونکي په کلاس کې د درس ورکولو پر مهال ډېر احتياط کوي.
د ده په وينا، استادان وېرېږي چې هسې نه داسې خبره وکړي چې په نتيجه کې يې نوکرۍ يا ژوند ته خطر پېښ شي.
د کليم بړېڅي له قوله ان دې حالاتو په يونيورسټۍ کې پر روان تحقيق هم ناوړه اغېز کړی دی او څېړونکي داسې موضوع د تحقيق لپاره نه ټاکي چې په ممکنه توګه هغوی ته تاوان ورسوي او کوشش کوي چې په تحقيقي مقالو کې داسې الفاظ استعمال کړي چې د تاوان سبب شي.