جليل شبنم د ژوند څلور لسیزې د پښتو موسیقۍ هنر ته ورکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو نوميالی سندرغاړی جليل شبنم دی. نوموړی وايي، د هنر يې لږ تر لږه ۴۰ کاله وشول او لا هم فعاله دی. د ده په وينا، د پېښور راډيو او ټېلېوېژن لپاره د سلګونه سندرو ويلو ترڅنګ يې شاوخوا ۴،۰۰۰ کېسټونو هم جوړ کړي دي. د شبنم خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.