ملګرو ملتونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي دي چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې دې وګړو ته د ناورینونو تر راتګ مخکې د اطلاع ورکولو نظام تیار کړي.
هغه سازمان دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د اکتوبر ۱۳مه د "ناورينونو د خطرونو کمولو د نړيوالې ورځې" په توګه لمانځل کېږي او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د اب و هوا بدلون له وجې ناورینونه راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال په دوبي کې بارانونو او سېلابونو د مرګژوبلې په ګډون بېخبنا (انفراسټرکچر)، ولسي املاکو او فصلونو ته درانه تاوانونه واړول.
په خیبر پښتونخوا کې د ماحولياتي چارو د پوهانو ترڅنګ حکومتي چارواکي هم وايي چې د ناورينونو پر مهال د خلکو د ژغورنې لپاره زيات او جدي کار ته اړتيا ده.
سېلابونه، د کمرونو نړېدل، د ځمکې ښوېېدل، زلزلې او وچکالي هغه پېښې دي چې د ناورینونو او بحرانونو لامل کېدای شي.
په شمالي علاقو کې ۴۲ ګلېشيیرونه وار له مخه ویلېدل شروع شوي دي. د تودوخې درجه، که په نړيوال کچ ده او که په ملکي، له زياتېدو سره به يې د ګلېشییرونو ویلې کېدل نور هم تېزېږي.حزب الله
د پاکستان وزيراعظم په هغه هېواد کې د بارانونو او سېلابونو له لاسه د شوي نقصان اندازه ۳۰ اربه امریکايي ډالره ياده کړې ده.
شهباز شريف په سېپټمبر کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې پر مهال په نيويارک کې اسوشيېټېد پريس اژانس ته په يوه مرکه کې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د شوې تباهۍ پړه پر ترقي يافته هېوادونو واچوله او و یې ویل چې د زیاتو بارانونو لامل د نړیوالې تودوخې لوړېدل دي چې ذمه وار یې هغه پرمختللي هېوادونه دي چې د صنعتي هلو ځلو له کبله یې په فضا کې د کاربن ډای اکسایډ او نورو ګیسونو کچ خورا لوړ شوی دی.
د چاپېریال چارو پوهان وايي، کاربن ډای اکسایډ او نور ګیسونه له ځمکې څخه فضا ته د حرارت ورتګ مخه نیسي چې له کبله یې نړۍ تودېږي، واورین کمرونه ژر ویلېږي چې د سېلابونو باعث شي. داراز، د اب و هوا بدلون له کبله بې وخته او زیات بارانونه او داراز، اوږدمهاله وچکالۍ د ناورینونو سبب کېږي.
دا هم وګورئ: د همالیا واروین کمرونه په تېزۍ ویلېږي: څېړنهد اب و هوا بدلون او طبیعي ناورینونه
د ملګرو ملتونو او نړیوالو څېړنیزو ادارو په وینا، پاکستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې د اب و هوا بدلون ناوړه اغېز له کبله له لوی خطر سره مخامخ دی.
ورته خبره د پېښور پوهنتون د چاپېریال چارو څانګې استاد ډاکتر حزب الله هم کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل، تودوخه که نړيواله ده او يا هم ملکي، د پاکستان په شمال کې يې د واورې د لویو کمرونو (ګلېشییرونو) د ویلې کېدو خطر سېوا کړی دی.
دی زیاتوي چې د پاکستان حکومت بايد پر وخت د ګلېشیيرونو ویلېدو په صورت کې د اوبو د کنټرولولو غم وخوري. "په شمالي علاقو کې ۴۲ ګلېشيیرونه وار له مخه ویلېدل شروع شوي دي. د تودوخې درجه، که په نړيوال کچ ده او که په ملکي، له زياتېدو سره به يې د ګلېشییرونو ویلې کېدل نور هم تېزېږي. په هوا کې موجودې زرې هم د لمر رڼا ځانته راکاږي، چې له وجې يې ګرمي جوړېږي، بارانونو زياتېږي، ګلېشییرونه [ماتېږي] او سېلابونه راځي. د حکومت لپاره ډېره ضروري ده چې د دې خطرونو د مخنيوي لپاره اقدام وکړي. تر ټوله غوره حل يې د ګلېشییرونو د اوبو د کنټرول لپاره د بندونو يا ډيمونو جوړول دي."
د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (يو اېن ډي پي) د اکتوبر پر اتمه په يوه اعلاميه کې ويلي چې هغه اداره د پاکستان د موسمي بدلون چارو مخنیوي او انتظام وفاقي وزارت او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په مرسته په شمالي سیمو کې د ناورينونو د خطرونو د کمولو پر چارو بوخته ده.
په بيان کې زياته شوې چې د پروګرام هدف د پاکستان د شمالي سيمو اوسېدونکي د موسمي بدلون له اثراتو خبرول او د ممکنه ناورينونو په صورت کې د هغوی د ژغورنې بندوبست کول دي.
دا هم وګورئ:
بلوچستان کرونده ګر: سېلابونو له وچکالۍ راپاتې کرنه هم راڅخه يووړه شهباز شریف: ما په خپل ټول ژوند کې تر دې لوی سېلاب نه دی لیدلیپوهان وايي د سېلاب او نورو قدرتي افتونو ترشا د اقليمي بدلون لاس دید خیبر پښتونخوا د شانګلې سردار زېب، چې پخوا يې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې له صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) سره کار کاوه او اوسمهال د بر سوات پرمختيايي پروژې (اپر سوات ډېوېلپمنټ پراجېکټ) مشر دی، مشال راډيو ته وويل چې د خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان په واورینو کمرونو لرونکو يوشمېر ضلعو کې د نړيوالو ادارو په مرسته د وړو بندونو جوړولو، ځنګلونو لګولو او د ځايي خلکو د عامه پوهاوي پروګرامونه روان دي.
د زېب په خبره، "د چترال د روغل سيمې ګلېشییر۳۰ کېلوميټره اوږد دی. د چترال د يارخون سيمې سردار ګول ګلېشییر تقريباً اته کېلوميټره دی. د يو ګلېشییر د ممکنه [ماتېدو] په اړه خبرداری موږ ته د موسمياتو محکمې انجینران راکوي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۰ ضلعې او په ګلګت بلتستان کې همدومره شمېر سيمې د ګلېشییرونو د موجودګۍ او د هغو د ممکنه [ماتېدو] د خطر له وجې حساسې ګرځول شوې دي. له دې سيمو څخه په ځينو کې يې د خطرونو د کمولو لپاره عملي کارونه روان دي. ځينې يې د مينځنۍ او ځينې يې د اوږدې مودې پلانونه دي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ناورینونو ګواښونو کمولو لپاره اقدامات
موسمي بدلون او له وجې يې د بې وخته او زياتو بارانونو او سېلابونو چیلېنج څومره لوی دی او د خیبر پښتونخوا حکومت يې د مقابلې لپاره څه کوي؟
په ځواب کې یې په پېښور کې د پي ډي اېم اې مشر شريف حسين د اکتوبر پر ۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه اقدامات په ګوته کړل چې هغه اداره یې په پام کې لري او يا يې هم وار له مخه کړي دي. "موږ په مرکز کې د سپارکو په نوم له [حکومتي] ادارې سره، چې د سيمې سیټېلايټ عکسونه اخلي، په نېږدې رابطه کې يو. بله دا چې که يو وخت موږ ته محسوس شي چې يو ګلېشییر ژر ده چې [مات شي]، نو درزونه پکې [جوړوو] چې اوبه ترې روانې شي او د بشپړ ماتېدو په صورت کې يې تاوان ډېر نه وي. په داسې يو صورت کې موږ د هغې سيمې خلک له کورونو څخه محفوظو ځايونو ته انتقالوو. موږ د دې کار لپاره په ټوله صوبه کې ۱۸۴ حکومتي ودانۍ، چې زياتره سکولونه او کالجونه او په لوړو سيمو جوړ دي، په ګوته کړي دي."
حسین البته وايي، د ناورین په اړه خلکو ته د خبرداري "نظام ډېر سم نه دی" چې د ښه والي لپاره یې پلان لري خو د پیسو نه شتوالي له کبله ځنډېدلی دی.
د پي ډي اېم اې مشر زياته کړه، د ۲۰۲۲ز د جون له ۱۴مې راهیسې په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له وجې د يوشمېر سړکونو او پلونو د ويجاړېدو ترڅنګ شاوخوا ۹۴،۰۰۰ کورونه زيانمن شوي، ۳۰۸ کسان وژل شوي او ۳۶۸ زخميان شوي دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ ۷۷مې کلنۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې که د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د موسمي بدلون د مسلې د حل لپاره جدي کار و نه کړ نو هغه تاوان چې د بارانونو او سېلابونو په شکل کې پاکستان وليد، په راتلونکې کې يې نور هېوادونه هم لیدلای شي.