سرکار دې په سوات کې اکاډمي او سټوډيو جوړه کړي: اقبال يوسفزی

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو د خيبر پښتونخوا د سوات له يوه ځوان سندرغاړي اقبال يوسفزي سره د ده پر هنر خبرې کړې دي.

نوموړی هر کال څو مياشتې په دوبۍ کې هم تېروي او مسافرو پښتنو ته سندرې وايي.

يوسفزی هيله من دی چې حکومت به د سوات د هنرمندانو او مدني فعالانو غوښتنه ومني او په مېنګوره کې به د موسيقۍ د زده کړو يو مرکز جوړ کړي.

د اقبال يوسفزي دا خبرې او څو سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ