د سیند صوبې د تعلیمي چارو وزیر سعید غني د پاکستان پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر کمېدو په اړه ولس غولوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي ناورینونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) مشر جنرال محمد افضل د جولای پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې دعوه کړې وه چې پر وخت د حکومتي اقداماتو له وجې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی.
خو غني د جولای پر ۱۰مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په اړه نه یوازې ولس بلکې نړیوالې ټولنې ته هم دوکه ورکوي.
ده زیاته کړه چې په هېواد کې د کورونا وایرس وړجنو ورځنی شمېر نه دی کم شوی بلکې حکومت معاینې (ټېسټونه) کمې کړې دي.
پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر
د کووېډ-۱۹ په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۱۰مې په هېواد کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر تر ۲۴۳،۵۹۹ رسېدلی دی.
ووبپاڼه وايي، په ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټول ۲۳،۲۵۵ ټېسټونه شوي ول چې ورڅخه یې ۲،۷۵۱ کې وایرس موندل شوی وو.
په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ د جولای تر ۱۰مې پورې ۵،۰۵۸ کسان وژلي خو ۱۴۹،۰۹۲ ورڅخه رغېدلي هم دي.
په نړۍ کې د کورونا وایرس تازه ارقام دلته وګورئ
د پاکستان حکومت د مارچ له نیمايي څخه د مې لومړۍ اوونۍ تر پایه په هېواد کې ټولبند عملي کړ خو وروسته یې نرم کړ.
حکومت وايي، د روژې په پای او اختر کې خلکو لازم احتیاطونه ونکړل چې له وجې یې د مثبتو پېښو شمېر خورا زیات لوړ شو.
په پاکستان کې په جون کې د ورځې په حساب اوسطاً ۵،۰۰۰ مثبتې پېښې ثبتېدې خو د جولای له پیل راهیسې د کورونا وایرس وړجنو ورځنی شمېر ټیټ شوی.