په توبه کې د خپلې ښځې په وژنه تورن کس ګرفتار شو

چارواکي وايي ۲۷ کلنه عارفه بي بي په وهلو ټکو وژل شوې

د بلوچستان د چمن اسېسټنټ کمېشنر وايي، هغه کس یې نیولی دی چې ورباندې په وهلو ټکولو د خپلې ښځې د وژنې تور پورې شوی.

ذکاءالله دراني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي، د اتوار سهار وختي یې د سیمې په کلي عباس کې پر یوه کور چاپه ووهله او سردار محمد یې ونیوه.

پر نوموړي تور دی چې د جون ۱۷مې پر ماخوستن یې د بلوچستان د قلعه عبدالله د ليرې غرييزې سيمې توبې (دوبندي) په خیرزۍ ښاڅه کلي کې خپله ۲۷ کلنه ښځه عارفه بي بي وژلې.

تر دې وروسته، د سردار محمد ورور عطا محمد په حرمزۍ سیمه کې د خپلې ترور (عمه) کور ته د هغې مړی وړی وو او غوښتل يې چې هلته یې ښخه کړي.

نوموړي د جون پر ۱۸مه له هغه ځايه د عارفې پلار ته ټېلېفون وکړ چې په جنازه کې ګډون کې ورسره وکړي.

دا هم وګورئ: "د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"

خو د عارفې د پلار پر شکايت د حرمزۍ ليويزو د هغې مړی د پوسټ مارټم لپاره د پښين سېول روغتون او هغوی بيا د کوټې سېول روغتون ته واستاوه.

هلته معلومه شوه چې عارفه په تشدد سره وژل شوې ده. وروسته د جون پر ۱۹مه د هغې مړی د پښين بازار په ماشوم بابا هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د چمن انتظامي مشر ذکا‌ء الله درانی وايي، د پېښې له ورځې راهیسې یې د لېویز ځواک سرتېرو ته دنده سپارلې وه چې سردار محمد پیدا او ګرفتار کړي.

درانی وايي، په دې هڅو کې ورسره د چمن ځايي مشرانو هم مرسته کړې.

د ده په خبره، د جون ۲۷مې شپې مهال یې هم د ملزم د نیولو لپاره چاپې ووهلې خو بریالي نشول.

درانی وايي، سردار محمد یې د جون پر ۲۸مه سهار شاوخوا ۱۱ بجې چمن ته وړی او هلته یې تر خبري غونډې وروسته بندي کړی دی.

دی زیاتوي چې نوموړی د جون پر ۲۹مه عدالت ته وړاندې کوي.

موږ د جون پر ۱۸مه او ۱۹مه څو ځلې هڅې وکړې چې پر سردار محمد د لګېدلي تور په اړه له هغه یا کورنۍ سره یې خبرې وکړو، خو په رابطه ورسره و نه توانېدو. له هغه وروسته د جون پر ۲۱مه چې کله انتظاميې د سردار محمد پلار امير محمد ونيو نو هغه په چمن کې د چارواکو په موجودګي کې رسنيو ته ومنل چې زوی (سردار محمد) يې خپله ښځه وژلې ده.