د ترهګر په تور وژل شوی ظاهر خان اتمانخېل شهید وګرځول شو

ظاهر خان اوتمانخېل

پراګ - د بلوچستان په لورالايي کې د پوليسو په ډزو د ترهګر په تور وژل شوی ظاهر خان اوتمانخېل سپین کړل شوی او هغه ته به د ((شهيد)) مراعات ورکول کېږي.

د ظاهر خان اوتمانخېل ورور فاضل خان اوتمانخېل نن [د نومبر پر لومړۍ نېټه] مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر پر ۳۰مه يې د لورالايي انتظامي او امنيتي چارواکي کور ته ورغلل او له ده يې بخښنه وغوښتل.

''دوی فاتحه او دعا وکړه او خپله غلطي يې ومنله چې زما ورور يې په خطا کې ويشتلی و او بېګناه شهيد شو. دوی دا خبره هم وکړه چې له ظاهر خان ته به مراعات ورکول کېږي او د هغه د ماشومانو لګښت به پر سرکار وي او مفت تعليم به هم ورکول کېږي.''

دا هم وګورئ: "د ترهګر په تور وژل شوی ورور مې دې سپين کړل شي"

۲۶ کلن ظاهر خان د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو اداره ((نادرا)) کې ملازم و. کله چې په لورالايي (بوري) کې د سېپټېمبر پر ۳۰ مه نېټه په يو ځانمرګي بريد کې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول نو پوليسو ظاهر خان د ځانمرګي بريدګر د ملګري په تور وواژه.

له دې پېښې وروسته پر پاکستانيو رسنيو د ظاهر خان اوتمانخېل عکسونه خپاره شول او هغه يې د ځانمرګي بريدګر د ملګري په حېث وړاندې کړ. مشال راډيو د اکتوبر پر ۱۱مه د لورالايي له امنيتي چارواکو، قبايلي مشرانو او د ظاهر خان اوتمانخېل د کورنۍ له غړو سره تر خبرو کولو وروسته راپور خپور کړ او د پېښې حقايق يې بيان کړل.

په نادرا دفتر کې د ظاهر خان څنګلوريو او ملګرو مشال راډیو ته ويلي چې هغه د خپل پلار له مړينې وروسته په دې دفتر کې د چپړاسي په حېث کار کاوه. دا پېښه داسې وخت رامنځ ته شوې چې په دا وروستيو کې په لورالايي کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.