د پاکستان ابادي په چټکۍ زیاتېږي، حکومت څه اقدامات کوي؟

پوهان وايي، د پاکستان ابادي په چټکۍ په زیاتېدو ده چې کنټرولول یې اړین دي - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ابادۍ د مطالعاتو حکومتي مرکز وايي، د نفوسو د لوړېدو شرحې کنټرولولو هڅې کوي ځکه چې که ابادي په اوسني رفتار زیاتېږي نو هېواد له لویو چیلېنجونو سره مخامخېدای شي.

د دې ادارې د څېړنو او نظرپوښتنو د څانګې مشرې عذرا عزیز د جولای پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې له ۱۹۹۰ز لسیزې راهیسې یې د کورنۍ پلانولو پر موضوع هڅو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې په هره کورنۍ کې د ماشومانو د پیدا کولو اوسط کچ ټیټ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ابادۍ چارو صندوق یا اداره (یو اېن اېف پي) هر کال د جولای پر ۱۱مه د ابادۍ نړیواله ورځ لمانځي چې موخه یې د نفوس د زیاتوالي منفي اثراتو په اړه اګهي او د ښځو ځواکمنول دي چې نړیواله ابادي کنټرول شي.

په پاکستان کې د ابادۍ چارو نړیوالې ناحکومتي ادارې پاپیولېشن کونسل مشره ډاکتره زېبا ستار وايي، د سیمې د نورو هېوادونو پرتله د پاکستان ابادي په چټکۍ لوړېږي. "زموږ په ټوله سیمه کې د ابادۍ زیاتېدو رفتار د پاکستان پرتله خورا کم دی. په ایران، بنګلادېش، هند او نیپال کې د نفوسو لوړېدو شرح ټیټه ده. له افغانستان پرته د سیمې په هر هېواد کې د ابادۍ لوړېدو رفتار کم دی بلکې ځینې اټکلونه ښيي چې هلته هم اوس نفوس په چټکۍ نه زیاتېږي. یوازې دلته د ابادۍ د زیاتېدو رفتار لوړ دی."

د ابادۍ زیاتېدو لاملونه

د پاکستان د ابادۍ د مطالعاتو مرکز څېړونکې عذرا عزیز وايي، په پاکستان کې خلک زیات ماشومان زېږول غواړي چې د ابادۍ د زیاتېدو تر ټولو مهم لامل دی. "د ابادۍ د زیاتېدو درې مهم لاملونه دي. ابادي د پیدایښت لویه سطح، د مړینو شرحې کمېدو یعنې د خلکو اوږد ژوند کول او یو هېواد ته د ګڼو کډوالو له ورتګ سره زیاتېږي. زموږ د هېواد ابادي په زیاتېدو ده او خلک غواړي چې زیات ماشومان ولري. موږ هر پینځه کاله وروسته د ابادۍ او روغتیا په اړه نظرپوښتنه کوو. په ۱۹۹۰ز لسیزه کې مو چې سروې کړې وه نو په هغې کې د هرې ښځې د ماشومانو د زېږولو اوسطه شرح ۴.۹ وه. په ۲۰۰۶ز کال کې سروې وښوده چې دا شرح ۴.۱ ته ښکته شوې وه او وروسته مو هم سروېګانې وکړې چې پکې دا کچ لږ ټیټ شوی وو. اوسمهال د هرې ښځې پر سر د ماشومانو اوسط تعداد ۳.۶ دی."

د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم د پاکستان د ابادۍ لوړېدو کچ ۲.۴ فیصده دی چې د جنوبي اسیا د نورو هېوادونو پرتله خورا زیات دی - د ارشیف انځور.

عذرا عزیز وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د نظرپوښتنې پر مهال "شاوخوا ۸۸ فیصده ښځو وویل چې لږ تر لږه درې یا څلور بچي زېږول غواړي." نو پر دې اساس اوس هم د هرې ښځې د ماشومانو د زېږولو اوسط کچ خورا لوړ دی چې د ابادۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د امریکا مېشتې ادارې پاپیولېشن کونسل ډاکترې زېبا ستار د جولای پر اوومه مشال راډیو ته تایید کړه چې د زیاتو ماشومانو زېږول او د بچیو په پیدا کولو کې کمه وقفه په چټکۍ د هېواد د ابادۍ زیاتېدو تر ټولو مهم لامل دی. "دلته میندې او پلرونه د کورنۍ پلانولو خدمات هغسې نه کاروي لکه په نورو اسلامي هېوادونو کې چې ورڅخه خلک ګټه اخلي. لکه انډونیشیا ډېر پخوا د ابادۍ د زیاتېدو رفتار کم کړ. خو ایران داسې بېلګه ده چې په شاوخوا ۱۵ کلونو کې، یعنې په کمه موده کې یې د ماشومانو د پیدا کولو رفتار کم کړ."

حکومتي او ناحکومتي ادارې وايي، نظرپوښتنې ښيي چې پاکستان کې خلک زیات ماشومان پیدا کول غواړي - د ارشیف انځور.

عذرا عزیز وايي، په پاکستان کې له هرو ۱،۰۰۰ ماشومانو څخه یې ۴۲ تر زېږېدو وروسته د یوې میاشتې دننه مري. د نوموړې په خبره، له هر یو لک ماشومانو څخه یې ۶۲ د ژوند په لومړي کال کې او له هر یو لک ماشومانو څخه یې ۷۴ تر پینځه کلنۍ مخکې مري.

د څېړونکې په خبره، دا د ماشومانو د مړینې لوړ کچ دی چې تر اوسه یې حکومت په کمولو نه دی توانېدلی.

عذرا عزیز وايي، کله چې د ماشومانو د مړینې کچ لوړ وي نو بیا میندې او پلرونه د زیاتو ماشومانو پیدا کولو هڅه کوي چې ورسره ابادي زیاتېږي.

د لوړ نفوس زیانونه

ډاکتره زېبا ستار وايي، په هر هېواد کې سرچینې یا وسایل محدود وي او چې ابادي زیاته وي یا په تېزۍ لوړېږي نو حکومتونه ولس ته د تعلیم، صحت، خوړو، د استوګنې ځایونو یعنې کورونو او روزګار خدمات په اسانۍ نشي رسولای.

د کورونا وایرس جهاني وبا وښوده چې په پاکستان کې لوی او زیات نفوس لرونکي ښارونه د کلیو پرتله زیات اغېزمن شول.
زېبا ستار

د عذرا عزیز په خبره، د پاکستان ابادي وار له مخه لوړه ده او د لویو ښارونو اکثر برخې له حده زیات کورونه لري او په وړو او تنګو کورونو کې له ګنجایشه زیات خلک اوسي.

ډاکتره ستار وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا وښوده چې په پاکستان کې لوی او زیات نفوس لرونکي ښارونه د کلیو پرتله زیات اغېزمن شول او حکومت ټولبند ته اړ شو. نوموړې وايي، له دې ښکاري چې په راتلونکې کې باید ښارونه په داسې ډ‌ول پلان شي چې پکې کورونه ګڼ او یو بل ته نېږدې نه وي او همداراز د کورونو دننه زیات خلک و نه اوسي.

د سپریم کورټ سپارښتنې او حکومتي اقدامات

د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر څلورمه د بشري حقونو له پلوه د کورنۍ پر پلانولو له خپلې خوا نوټس واخیست او یوه کاري ډله یې وګومارله چې د ابادۍ کنټرولولو لپاره واضح او عملي کېدونکې سپارښتنې جوړې کړي او حکومت ته یې وړاندې کړي.

کاري ډلې تر غونډو او ناستو وروسته سپارښتنې تیارې کړې او و یې ویل چې که پر هغو عمل وشي نو تر ۲۰۲۴ز کال پورې به په پاکستان کې د ابادۍ د زیاتېدو شرح ۱.۵ فیصد او تر ۲۰۳۰ز پورې به ۱.۱ فیصده ته ښکته شي.

حکومت په خلکو په زور دا خبره نشي منلای چې ماشومان نه زېږوي او یا یې شمېر محدود وساتي.
عذرا عزیز

په هغو کې د کورنۍ پلانولو او د کمو ماشومانو زېږولو لپاره د هېواد په ټولو سرکاري او شخصي روغتونونو او کلېنېکونو کې د خدماتو، واده شویو ښځو ته د ماشومانو د زېږون او د بچي تر پیدایښت مخکې او وروسته د روغتیا په اړه د مشورو او د کورنۍ پلانولو په اړه د سړیو اګهي او ورته د مشورو ورکولو په څېر سپارښتنې شاملې وې چې د پاکستان د ګډو ګټو شورا د ۲۰۱۸ز کال په نومبر کې منظور کړې او د وفاق او صوبو پر سطح یې د ابادۍ د زیاتېدو شرحې ټیټولو لپاره پلان جوړ کړ.

له هغه وخت راهیسې وفاقي او صوبايي حکومتونو د تولیدي روغتیا او د کورنۍ پلانولو پر موضوع قوانین هم جوړ کړي او تر واده مخکې سړي او ښځې ته د کورنۍ پلانولو په اړه د مشورو ورکولو اعلان یې هم کړی دی.

د پاکستان د ابادۍ مطالعاتو مرکز څېړونکې عذرا عزیز وايي، حکومت د ابادۍ کنټرولولو لپاره په زور په خلکو خپله تګلاره نشي منلای او یوازې د اګهۍ پیدا کولو هڅې کولای شي. "حکومت په خلکو په زور دا خبره نشي منلای چې ماشومان نه زېږوي او یا یې شمېر محدود وساتي. حکومت په راډیو، ټېلېوېژن، اخبارونو او مجلو کې د کمو ماشومانو زېږولو پیغامونه ورکوي. په دې لړ کې ځینې پروګرامونه یا پروژې هم شته او موږ هم غونډو ته ځو او خلک پوهوو. د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې زموږ د ابادۍ د زیاتېدو کلنی کچ شاوخوا ۲.۴ فیصده وو. اوس زموږ ابادي څه د پاسه ۲۲۰ میلیونه ده، خو که د ابادۍ د زیاتېدو شرح همداسې پاتې کېږي نو په ۲۰۳۵ز کال کې به زموږ نفوس ۲۶۷ میلیونه ته لوړ شي."

د ملګرو ملتونو د ابادۍ اداره څه وايي؟

د ملګرو ملتونو د ابادۍ چارو صندوق یو اېن اېف پي سږ کال د نفوسو نړیوالې ورځې په مناسبت په بیان کې ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له پیل راهیسې په هېوادونو کې روغتیايي نظامونه تر فشار لاندې دي او په ځانګړي ډول د "جنسي او تولیدي صحت" څانګه خورا زیاته اغېزمنه شوې ده.

د څېړونکو په اند د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې خلکو ته د کورنۍ پلانولو د خدماتو رسولو بهیر ټکنی شو - انځور له ارشیفه

په مارچ کې د ادارې له یوې څېړنې سره سم، د ټولبند او د سامانونو د لېږد بهیر د اغېزمنېدو له وجې په نړۍ کې شاوخوا "۱۲ میلیونه ښځې" د کورنۍ پلانولو له خدماتو بې برخې شوې او یا ورته خدمات وځنډېدل.

اداره همداراز وايي چې د کورونا وایرس وبا د کنټرولولو لپاره د ټولبند پر مهال پر ښځو تشدد او په کوچنیوالي کې یې د ودولو خطر زیات شول.

د ملګرو ملتونو د نفوسو چارو صندوق زیاتوي چې په "تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډول د ښځو ځواکمنول" کولای شي چې هغوی د ماشومانو د پیدا کولو په اړه "خپله فیصلې" وکړي او په دې توګه د نړۍ د ابادۍ کنټرول شونی شي.