روسيو ځواکونو پر اوکراینیو ښارونو حملو ته دوام ورکړی

یو اوکراینی اوروژونکی د خارکیف پر کرازین ملي پوهنتون د توغندیو تر برید وروسته له هغه ځایه تېرېږي - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ دویمې انځور.

روسيو ځواکونو د اوکراین د زیاتې ابادۍ په مرکزونو بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هېواد دویم لوی ښار خارکیف ته یې له الوتکو څخه پوځیان ورکوز شوي دي.

په داسې حال کې چې د مارچ پر دویمه پر اوکراین د روسیې د حملې اوومه ورځ ده، تر اوسه د اوکراین یو لوی ښار هم نه دی سقوط شوی خو څېړونکیو خبرداری ورکړی دی چې ښايي، مسکو به ابادیو ته تر داخلېدو وړاندې هلته زیات زیان رسوونکې بمباري وکړي.

د خارکیف والي اولې سېنېيهوبوف د مارچ د دویمې پر سهار ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بمباریو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۱۲ زخمیان دي.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت ویاند اېګور کوناشېنکوف د مارچ پر دویمه ویلي چې پوځیانو یې د تور سمندرګي ساحل ته نېږدې "د خېرسون د سیمه ییز مرکز بشپړ کنټرول" ترلاسه کړی دی.

هلته د ماریوپول ښاروال ویلي چې د ازوف سمندرګي هغه بندري ښار تر شدیدې بمبارۍ لاندې دی او چارواکي د دې حالاتو له وجې زخمیان له سیمې نه شي ایستلای. هغه ښار د روسیو او د اوکراین په ختیځ کې د دونېڅک سیمې د بېلتونپالو ځواکونو مهم هدف دی.

تر دې یوه ورځ مخکې، روسیو توغندیو د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د ټېلېوېژن یو برج (مینار یا ټاور) په نښه کړ چې د بابین یار د ټولوژنې (هولوکاسټ) د قربانیانو یادګار ته نېږدې پروت دی.

د مارچ پر لومړۍ نېټه د کییف د ټېلېوېژن پر برج د توغندیو تر برید وروسته د اوکراینیو ټېلېوېژن چینلونو خپرونې بندې شوې.

د کورنیو چارو وزارت د مارچ پر لومړۍ نېټه د ټېلېوېژن برج شاوخوا د لوګي یو انځور خپور کړ.

د اوکراین حکومت د سې شنبې (نهې) پر ورځ وویل، روسیو ځواکونو د خارکیف ښار پر مرکزي څلورلاره او پر ځینو ولسي ځایونو بمباري کړې ده.

ځايي رسنۍ وايي، د ټېلېوېژن برج ته نېږدې یوشمېر چاودنې وشوې او لږ وروسته د اوکراینیو ټېلېوېژني چینلو خپرونې بندې شوې.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر ټوېټر لیکلي په هغه برید کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي دي.

نوموړي همداراز رویټرز اژانس او امریکايي سي اېن اېن ټېلېوېژن ته په یوه مرکه کې ویلي چې تر دې مخکې چې د سولې خبرې کوم پرمختګ وکړي، روسیه باید "لومړی پر خپلو بمبارۍ ودروي."

دا په داسې حال کې ده چې روسیو او اوکراینو پلاویو د فبرورۍ پر ۲۸مه له بېلاروس سره پر پوله د سولې خبرې وکړې او د مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

دا هم وګورئ: بایډن: امریکا د روسیو الوتکو پر مخ خپل فضايي حریم تړي

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

زرګونه روسي پوځیان د ۲۰۲۱ز کال له پای راهیسې له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای ول چې له وجې یې د امریکا او اروپايي ټولنې اندېښنې زیاتې شوې وې. واشنګټن په بیا بیا ویلي ول چې روسیه پر اوکراین یرغل کوي، خو مسکو ویل چې پر هغه هېواد د حملې نیت نه لري البته په ناټو اتحاد کې د اوکراین د نه شاملولو ترڅنګ یې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوله چې واشنګټن رد کړې وه.