د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د روغتیا په اړه پوهاوی کم دی: ډاکتران

په بنو کې یو ډاکتر د شمالي وزیرستان د یوه ماشوم معاینه کوي - د ارشیف انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) پر غړو هېوادونو غږ کړی دی چې د صحت په برخه کې دې د نابرابریو ختمولو لپاره اقدام وکړي.

د سازمان په خبره، د روغتیا په برخه کې عدم مساوات نه یوازې "بې انصافي" ده بلکې د دې حالت دوام تر اوسه شوي پرمختګونه ګواښي. ډبلیو اېچ او په یو بیان کې وايي چې د کورونا وایرس جهاني وبا د روغتیا په برخه کې شوي پرمختګونه زیانمن کړي او ډېر خلک یې د بېوزلۍ او د غذايي ناخونديتوب او نامصوونیت ښکار کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې پکې ځینې وګړي یې له روغتیايي اسانتیاوو برخمن دي او ډېری نور یې بیا اساسي صحي سهولتونو ته لاسرسی نه لري. همدا د صحت په برخه کې نابرابري ده.

سازمان دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې د اپرېل اوومه د صحت نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۱۹۴۸ کال کې د روغتیا غونډه وکړه چې پکې پرېکړه وشوه چې هر کال به د اپرېل پر اوومه د روغتیا نړیواله ورځ لمانځي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کووېډ-۱۹ جهاني وبا په یو شمېر هېوادونو کې بېوزلي زیاته کړې

دا ورځ چې له ۱۹۵۰ز کال راهیسې لمانځل کېږي، له لارې یې د روغتیا نړیوال سازمان د صحت په اړه ولسونه اګاه کوي او پر هېوادونو د مهمو روغتیايي ستونزو او مشکلاتو د هواري غږ کوي. د دې ورځې موخه نه یوازې هېوادونه خپلو وګړو ته د روغتیا اسانتیاوو برابرولو ته اړ کول دي بلکې خلک د خپل، د خپلو بچیو او کورنۍ صحت او روغتیايي ستونزو په اړه پوهول هم دي.

د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې خلک تر کومه بریده د خپل، مور او ماشوم او کورنۍ صحت په اړه اګاه دي او څومره پام ورته کوي؟ ډاکتران وايي، په ښاري سیمو کې خلک اکثر روغتونونو او کلېنېکونو ته ځي خو په کلیوالو سیمو کې د روغتیا او په ځانګړي ډول د مور و ماشوم صحت په اړه پوهاوی نسبتاً کم دی چې له کبله یې خلک په پاخه عمر کې د بېلا بېلو دایمي ناروغیو ښکار کېږي.

د مور او ماشوم صحت

د کوټې په بولان میډیکل کالج کې د مور و ماشوم د ناروغیو استاده ډاکتره رخسانه کاسۍ د پوهاوي له پلوه خلک په دوو برخو وېشي چې پکې یو ډول یې تر حمل مخکې، د حمل پر مهال او د بچي تر پیدا کېدو وروسته ډاکتر ته ځي خو بله برخه خلک یې د معاینو او درملنې لپاره هېڅ روغتون یا کلېنېک ته نه ځي.

ډاکتره رخسانه کاسۍ دا هم وايي چې هغه ښځې چې د حمل پر وخت روغتون ته ځي، د ډاکتر پر مشورو بشپړ عمل نه کوي. نوموړې وايي، تر "۲۰ فیصده پورې ښځې د حمل په دوران یا تر [ماشوم] زېږولو وروسته روغتون ته ځي. په دې کې هم په باقاعده ګۍ ښځې ډاکتر ته نه ځي." د کاسۍ په خبره، ښځې باید د حمل په پیل کې او د حمل پر مهال په هرو درو میاشتو کې یو ځل معاینې ته ولاړې شي.

د غیر صحتمندۍ له وجې د مور او نویو پیدا شویو ماشومانو مړینې سطح لوړېږي او ماشومان بیا ډېر ناجوړېږي هم.
رخسانه کاسۍ

ډاکتره کاسۍ وايي، داسې خلک هم شته چې د حمل پر وخت ډاکتر ته ځي خو د زېږون لپاره ښځه روغتون ته نه بیايي، او "ډېر خلک داسې دي چې ورته نورو ډاکترانو ویلي وي چې د ماشوم پیدا کولو لپاره یې باید [عملیات] وشي، خو دوی دا خبره له موږه پټوي او غواړي چې بې له اپرېشنه ماشوم وزېږوي."

د نوموړې په خبره، یوه بله ستونزه دا ده چې حامله ښځو ته چې نسخې ورکړي نو ډېری یې دواګانې په سم ډول نه استعمالوي او که د مختلفو ټېسټونو یا معاینو سپارښتنه ورته وشي، هغه هم نه کوي.

ډاکتره رخسانه کاسۍ وايي، د ډاکترانو په مشوره سم عمل نه کول د مور و ماشوم دواړو ژوند ګواښي خو په وینا یې، "پر مور یې زیات اثر وي چې اکثر د وینې د کمي ښکار شي، هډوکي یې کمزوري شي یا د پیدایښت پر وخت ورڅخه ډېره وینه ولاړه شي او کوچنی هم غیر صحتمنده وي. د همدې غیر صحتمندۍ له وجې د مور او نویو پیدا شویو ماشومانو مړینې سطح لوړېږي او ماشومان بیا ډېر ناجوړېږي هم."

د مور و ماشوم مړینو کچ

د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې ارقام د ډاکترې کاسۍ خبره تاییدوي. دې ادارې په ۲۰۲۰ز کال کې وویل چې په پاکستان کې له هر یو لک څخه اوسطاً ۱۸۶ حامله ښځې د ماشوم زېږولو پر مهال مري.

په صوبو کې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینو شمېر
صوبېمړینې (له هرو ۱،۰۰۰ ښځو څخه)
خیبر پښتونخوا۱۵۷
بلوچستان۲۹۸
سیند۲۲۴
پنجاب۱۶۵

د دې ادارې په خبره، په پنجاب کې په هر یو لک کې ۱۵۷، په خیبر پښتونخوا کې ۱۶۵، په سیند کې ۲۲۴ او په بلوچستان کې ۲۹۸ ښځې د ماشوم زېږون پر وخت مري چې خورا لوی شمېر دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ز کال له ارقامو سره سم، په پاکستان کې له هرو ۱،۰۰۰ څخه ۴۶ ماشومان د زېږون پر مهال مري. د سازمان په وینا، په پاکستان کې له هرو ۱،۰۰۰ څخه ۱۶ ماشومان تر وخت مخکې پیدا کېږي او که د غیر صحتمنده ښځو ماشومان تر زېږون وروسته ژوندي پاتې هم شي، ځینې یې کم وزن لري او ډېری یې بیا د بېلا بېلو روغتیايي ستونزو ښکار کېږي.

د اګاهۍ لپاره تعلیم ډېر ضروري دی.
حنیف خان اپرېدی

همدا لامل دی چې په هغه هېواد کې، له هرو ۱،۰۰۰ څخه ۷۹ ماشومان تر پینځه کلنۍ مخکې مري چې دا خورا لوی شمېر دی. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ میلیونه ده.

ډاکتره رخسانه کاسۍ وايي، د مور و ماشوم صحت ښه ساتلو لپاره متوازن خواړه ډېر اړین دي.

نوموړې د ځینو مشورو په ورکولو زیاتوي چې ښځې باید تر ۱۸ کلنۍ مخکې ماشوم پیدا نه کړي، د حمل پر وخت باید لږ تر لږه درې ځلې خپله معاینه وکړي، د حمل پر وخت او تر زېږون وروسته باید د اوسپنې او کیلشییم لرونکي خواړه او دواګانې وخوري، تر دوو کلونو باید ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي او په دې موده کې باید بل ماشوم و نه زېږوي.

د روغتیا نړیوالې ورځې اړوند خپرونې واورئ

د قبایلي سیمو خلک د خپلې روغتیا په اړه څومره پوهه لري؟د صحت نړیواله ورځ‌ او د قبايلي ضلعو حالت

د عمومي صحت په اړه عامه پوهاوی

روغتیاپالان همداراز وايي چې یوازې د مور و ماشوم نه بلکې د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې په عمومي توګه خلک خپل صحت ته مناسب پام نه کوي.

ډاکتر حنیف خان اپرېدی له تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې په سعودي عرب کې کار کوي. دی وايي، د سعودي عرب اوسېدونکي خپل صحت ته سم پام کوي او همداراز، د هېواد له روغتیايي اسانتیاوو پوره ګټه اخلي.

ډاکتر اپرېدی وايي، که پښتانه او د سعودي وګړي پرتله کړي نو معلومېږي چې د سعودي عرب اوسېدونکي "د صحت په اړه ډېره اګاهي لري. د دې یوه وجه دا ده چې دلته چې حکومت د صحت کوم سهولیات ورکړي، دوی ورڅخه پوره ګټه اخلي. دویم، دلته سعودي ته چې زموږ کوم خلک راغلي" زیاتره یې "تعلیمیافته" نه دي او د "اګاهۍ لپاره تعلیم ډېر ضروري دی."

ډاکتر اپرېدی وايي، سعودي عرب ته مزودرۍ ته تلونکې زیاتره پښتانه تعلیمیافته نه وي

ډاکتر حنیف خان اپرېدی اوسمهال په جده کې په یوه ترکي شرکت کې کار کوي او هلته تر کار مخکې مزدوران معاینه کوي. هغه وايي، ډېری پښتانه په خوارۍ مزدورۍ خپلو کورنیو ته پیسې ګټي نو په کار ده چې یو کس چې یو ځای ته "مزدورۍ ته ځي، نو په کار ده چې خپله معاینه وکړي، د وینې فشار وګوري، په وینه کې د شکر" سطحې پته ولګوي او د خپلې روغتیا په اړه ټول مهم معلومات ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوی دی کله چې کارګران معاینه کړي او پکې یې ځینې د وینې لوړ فشار یا د شکر (ذیابطیس) ناروغي ولري، نو بیا ورته اسانه کارونه سپاري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي سیمو خلک د خپلې روغتیا په اړه څومره پوهه لري؟