امنیتي ځواکونه وايي، د بلوچستان په زیارت سیمه کې وسله والو یو پوځي افسر تښتولی دی.
لېویز ځواک د جولای پر ۱۳مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې تښتول شوی افسر کرنل لییق نومېږي او د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.
په سیمه کې یوه ځايي خبریال فرحت کاکړ د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو د زیارت په ورچوم سیمه کې پر سړک ناکه لګولې وه او په ګاډو کې یې د سپرو کسانو شناختي کارډونه لیدل. د ده په خبره، هغو وسله والو د پوځي افسر شناختي کارډ هم ولید او بیا یې له یوشمېر ملګرو سره یووړ.
تر اوسه معلومه نه ده چې له کرنل لییق سره څومره کسان تښتول شوي دي او مشال راډیو په دې اړه د زیارت له انتظامي مشر سره په رابطې و نه توانېد.
دا هم وګورئ:
هرنايي کې وسله وال برید، دوه مزدوران ژوبل، څلور ورک ديبلوچستان کې په ځانمرګي برید کې د وژلیو سرتېرو شمېر ۷ ته ورسېدد عبیدالله کاسي د وژنې پرضد د کوټې په ګډون ګڼو ښارونو کې هړتال د اسد خان اڅکزي په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړکاکړ وايي، له پوځي افسر سره په ګاډي کې د کورنۍ ښځې او ماشومان هم سپاره ول خو وسله والو هغوی پرېښي دي.
د پېښې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې خو د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په یوه بیان کې د پېښې غندنې ترڅنګ اړوندو چارواکو ته د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.
د سیلاني ښار زیارت ورچوم سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۷۰ کیلومیټره لیرې په شمال ختیځ کې پرته ده.
په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې هم د سیاستوالانو، وکیلانو، ډاکترانو او کاروباریانو د تښتونې پېښې شوې دي چې یوشمېر یې خوشې شوي او د ځینو یې مړي موندل شوي دي.
له دې پرته د پاکستان په هغه جنوب لویدیز صوبه کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې هم کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.