د ۲۰۲۴ په لومړیو ۶ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۸ کسان اوبو وړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۸ کسان ډوب شوي دي. چارواکي زیاتوي چې په دې کې د مقامي خلکو په ګډون سیلګري، ماشومان او ښځې شاملې دي. دا اکثره هغه خلک دي چې د ګرمۍ په موسم کې په خوړونو او سیندونو کې لامبي. د دومره ډېرو کسانو د وژل کېدو وجوهات څه دي او مخنیوی یې څنګه کېدلی شي؟ په دې اړه د کرښې پر غاړه خپرونه د شاهين بونیري په کوربه توب واورئ.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د تودوخې کچه لوړه شوی او د لوډشیډینګ دورانیه ډیره ده، د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۸ کسان ډوب شوي دي. چارواکي زیاتوي چې په دې کې د مقامي خلکو په ګډون سیلګري، ماشومان او ښځې شاملې دي. پوښتنه داده چې دومره لوي شمیر خلک ولې ژوند بایلي او ددوي د خوندي کولو لپاره په حکومتي او ولسي کچه څه روان دي؟ نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو.