د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان د جنګ پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د ښځو حقونه په نظر کې ونيسي.
هغې د سېپټېمبر په ۲۱مه د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې دې د ښځو غږ واورېدل شي.
"امن زموږ د سيمو لپاره ډېر ضروري دی. زموږ خلک د جنګونو له لاسه بې کوره شوي او خپل خپلوان یې بايللي دي. اوس چې د افغانستان د امن خبرې روانې دي نو هيله مو دا ده چې امن به راشي. خو په دې کې دا ډېره ضروري ده چې دوی د مدني ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو اوازونه خامخا واوري. بايد د [نجونو] په تعليم او پر انساني حقونو هيڅکله سمجوته (جوړجاړی) ونه کړي. له انساني حقونو بغېر امن نه شي راتللی. امېد لرم چې ټول خلک دې امن وويني د راروانو سلګونو او زرګونو کلونو لپاره."
ملالې يوسفزۍ دا خبرې په داسې مهال کړي چې افغان حکومت له طالبانو سره له يوې اوونۍ راهيسې د سولې مذاکرات پېل کړي دي.
په ټوله فاټاکې امن خرابېږي. په کورمه کې د شيعه او سني مسله راپورته کېږي. په باجوړ کې حالات خراب دي. په شمالي وزیرستان کې هم. بل د ژوند بنيادي حقونه هم نشته. نو که دا امن وي، دا خو په قبر کې هم شته.عبدالله ننګیال
بلخوا د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرش ويلي چې نور کله به یې د امن د نړیوالې ورځې لمانځلو پر وخت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په جنګونو کې پر ښکېلو غاړو د ۲۴ ساعتونو اوربند غږ کاوه خو د خپور شوي کورونا وایرس له امله دا ځل تر دې ډېر کار ته اړتيا ده.
هغه د دې ورځې تر لمانځنې مخکې د سېپټېمبر په ۲۰مه له ځوانانو سره په يوه انلاين کنفرانس کې خبرې وکړي او ویې ويل: "له وبا سره د مبارزې په مهال ۲۴ ساعته اوربند ډېر کم دی. له همدې کبله ما د مارچ په میاشت کې په نړيواله کچه د جنګبندۍ غږ کړی وو ځکه چې اوس تر ټولو لوی دښمن کورونا وایرس دی. دا وبا د سولې او امنيت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. حکومتونو، مدني ټولنو او ځينو وسله والو ډلو زما غوښتنه بدرګه کړې وه خو د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري د اوربند عملي کولو ته لوی خنډ جوړوي. اوس بيا پر سولې او جنګ بندۍ ټينګار ته ضرورت دی. زه غواړم چې نړيواله ټولنه یې د دې کال تر پايه پورې عمليکړي."
د سويډن اوپسالا پوهنتون د سولې او شخړې د څيړنې څانګې له ارقامو سره سم، تر ۲۰۱۹ز کال پورې په بېلابېلو هېوادونو کې ۵۵ وسله والې شخړې روانې وې. د دې جګړو له وجې د وژل شویو شمېر په لاکونو او بې کوره شویو شمېر په ميليونونو کې ښودل شوی دی.
په قبايلي سيمو کې امنیت
په وسله والو نښتو کې ښکېل هېوادونو کې پاکستان هم دی. د جنوبي اسیا د ترهګرۍ پېښو او ارقامو په اړه ووبپاڼه وايي، له ۲۰۰۲ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کال پورې په پاکستان کې شویو حملو خوا او شا ۶۰،۰۰۰ ولسي وګړي او امنيتي سرتېري وژلي دي.
دا د ۱۹۹۰ز کلونو له فرقه ييزو خونړيوو شخړو جدا شمېرې دي. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د راه نجات، ضرب عضب او ردالفساد عملياتو په کولو سره یې ۹۰ فیصده قبايلي سيمې له وسله والو پاکې کړې دي خو په تېرو دوو کلونو کې بريدونه يو ځل بيا زیات شوي دي. د مشال راډيو د شمېرو له مخې يوازې په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۵ او په روان ۲۰۲۰ز کال کې تر دې دمه ۲۸ هدفي وژنې او د سړک غاړې چاودنې شوې دي.زماله همدې امله، د بشري حقونو لپاره کارکوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ اندېښمن دی.
پوځ زما يو ورور او د تره زوی بوتلل. ويل یې چې دوه ساعته ترې پلټنې کوو بيا يې پريږدو. خو يو نيم کال وروسته یې موږ مړي وموندلحسیبه قمبراني
د غورځنګ يو مشر عبدالله ننګيال د سېپټېمبر په ۲۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل که حالات همداسې وو نو خلک به يو ځل بيا کډه کولو ته مجبوره شي. هغه زیاته کړه: "په ټوله فاټاکې امن خرابېږي. په کورمه کې د شيعه او سني مسله راپورته کېږي. په باجوړ کې حالات خراب دي. په شمالي وزیرستان کې هم. بل د ژوند بنيادي حقونه هم نشته. نو که دا امن وي، دا خو په قبر کې هم شته."
حکومت او پوځ په بيا بيا ويلي چې د پرېکنده علملياتو په برکت په قبايلي سيمو کې تر ټولو لویې فعاله وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان په شمول د ترهګرو ملا ماته شوې ده. خو دې تحريک د اګست په مياشت کې يو ځل بیا د بېلو شویو وسله والو د يوځای کولو او د پاشل شویو ډلو د اتحاد اعلانولو تر څنګ د لویو بریدونو کولو ګواښ کړی دی.
چارواکو ته دا د اندېښنې وړ نه ښکاري.
حکومتي دریځ
د مذهبي چارو وفاقي وزیر پير نورالحق قادري د سېپټېمبر په ۲۰مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته وويل ترهګري او فرقه ییزې شخړې به بيا وده کولو ته پرېنږدي. "دا ملک د قربانيوو له وجې قايم دی. په تېرو ۱۰، ۱۵کلونو کې چې زموږ امنيتي ځواکونو څومره قرباني ورکړې ده، هغه به نه ضايع کېږي. داسې عناصرو ته موږ اجازت نه ورکوو."
پر قبايلي سيمو سربېره، په پاکستان کې بلوچستان بله هغه سيمه ده چې وخت په وخت پکې وسله وال بريدونه کېږي. په دې صوبه کې لشکر جنګوي او داعش وسله والو ډلو پر شيیعه هزاره وو د شویو ځينو خونړيوو حملو ذمه واري اخيستې او له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې پر پوځ بريدونه کوي.
پوځ قرباني ورکړې ده او شرپسنده عناصر به شر جوړولو ته نه پريږديپير نورالحق قادري
پوځ د ورکو بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکی تنظيم ((Voice for Missing Baloch Persons)) مشر ماما قدير بلوڅ د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي چې د امنيتي ځواکونو په لاس یې ۵۴،۰۰۰ کسان ورک شوي او د ۱۸،۰۰۰ خراب شوي مړي موندل شوي دي. د هغه په وینا له دې کبله د سېپټېمبر پر ۲۱مه د سولې په نړيواله ورځ هم په ماتم کې دي.
په دې ماتمیانو کې حسیبه قمبرانۍ هم ده چې د يوه ورور او يوه تره زوی مړي یې موندلي او په دوو نورو پسې ګرځي.
هغې د سپتمبر په شلمه مشال راډیو ته وویل: "سلمان قمبراني او ګزین قمبراني یې زموږ له کوره بيولي ول. موږ ته یې وويل چې دوه ساعته بعد به یې تر تحقیقاتو ورسته خوشې کړي خو يو نيم کال بعد یې راته د هغوی خراب کړي مړي وغورځول. بيا يې دا کال زما يو بل ورور حسان قمبراني او زما د تره زوی حزب الله بوتلل او لادرکه یې کړل. نه پوهېږو څه وکړو. که اواز پورته کوو هم مړي راته راکول کېږي او که خاموشه پاتې کېږو هم، زموږ خلک ژوند ته نه پريښودل کېږي."
د قمبرانۍ بشپړه کیسه دلته ولولئ د یو ورور موندلو او د بل لپاره د انصاف په موخه د بلوڅې خور هڅېقمبرانۍ وايي که د کورنيوو پر غړو یې تور وي، بايد عدالت ته وړاندې شي. مشال راډيو د بلوچستان حکومت وياند لياقت شهواڼي سره په دې اړه خبرې وکړي خو هغه تر پوښتنې اورېدو وروسته خپل ټېلېفون بند کړ. د پاکستان پوځ پر انفرادي پېښو څه نه وايي، خو د امنيتي ځواکونو د دريځ روښانه کولو لپاره د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل مياشت کې هغه مهال د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې په جنګ کې خواږه نه وېشل کېږي.
هغه زياته کړې وه چې د دې مسلې د حل لپاره يو حکومتيکمېشن کار کوي. له مشال راډيو سره د دغه کمېشن له خوا له شریکو شمېرو سره سم، د روان کال تر جولای پورې ورسره د ۶،۶۸۶ ورکو کسانو کېسونه ثبت شوي دي. د دوی په وينا، په دغو کې د ۴،۵۲۳ کسانو مقدمې حل شوي دي او د پاتې هغو د هواري هڅې کوي.