سېلاب ځپلي وايي د خیبر پښتونخوا غریزې سیمې اوس هم له مرستو بې برخې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

چارواکي وايي چې په پاکستان کې وروستیو سېلابونو خواوشا د ۱۰ اربه ډالره تاوانونه اړولي دي او د بیا ابادۍ کارونه به پينځه کلونو ته اړتیا لري. بلخوا د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې سېلاب ځپلي د خوراک، دوایانو او خېمو غوښتنه کوي او وايي چې اوس هم ډیرو سیمو ته رسېدل ستونزمن دي او سړکونه نړېدلي پراته دي.

چارواکي وايي چې په پاکستان کې وروستیو سېلابونو خواوشا د ۱۰ اربه ډالره تاوانونه اړولي دي او د بیا ابادۍ کارونه به پينځه کلونو ته اړتیا لري. بل خوا د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې سېلاب ځپلي د خوراک، دوایانو او خېمو غوښتنه کوي، او وايي چې اوس هم ډیرو سیمو ته رسېدل ستونزمن دي او سړکونه نړېدلي پراته دي. په عین حال کې ملګرو ملتونو او حکومت د سېلاب ځپلو سره د مرستو خواست کړی دی. نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث شوی دی.