د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، حکومت او سیاسي ګوندونو "یوازې" پرېښي دي او د روانو حملو مخه نه نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۲۲ز د جولای تر ۲۱مې پورې ټول ۳۳ هدفي بريدونه شوي دي. د مشال راډيو له غونډو کړیو شمېرو سره سم، په وژل شويو کې د بشري حقونو فعالانو، سیاستوالانو او قومي مشرانو په ګډون امنیتي سرتېري هم شامل دي.
د شمالي وزيرستان دوو اوسېدونکو مشال راډيو ته وويل چې اکثر وژل شوي هغه کسان دي چې د ترهګرۍ پرضد او د امن لپاره یې غږ پورته کړی دی. د دوی په وينا، په هغه ضلع کې د امنیتي ځواکونو پر موجودیت سربېره د هدفي حملو دوام د اندېښنې وړ ده.
د شمالي وزیرستان یوه اوسېدونکي عادل داوړ د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، په هغه ضلع کې شاوخوا "هر کېلومیټر" وروسته یوه، یوه "پوځي پوسته" ده نو بیا څنګه په "منظم ډول هدفي بريدونه روان" دي؟
ده وویل، "داسې ښکاري چې سياسي ګوندونو ته هم ويل شوي چې پر دې وژنو چپ پاتې شي."
دا زموږ مطالبه ده چې قبایلي سیمې دې پولیسو ته وسپارل شيسردار حسین بابک
خو په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفه ګوند عوامي نېشنل پارټي دريځ لري چې دوی خاموشه نه دي. په صوبايي اسمبلۍ کې د ګوند مشر سردار حسېن بابک د جولای پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د قبايلي سيمو د بې امنۍ په اړه یې مظاهرې هم کړې او په اسمبلۍ کې یې هم پرې بحث کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د دوی د ګوند ګڼ سیاستوال په ترهګرو حملو کې وژل شوي دي نو ځکه د دې مسلې ژوروالی ورته ښه معلوم دی.
بابک وايي، د امنيت ذمه واري د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف او پوځ ده او که په قبايلي سيمو کې د پوځ د موجودګۍ باوجود امن نه راځي نو په کار ده چې هغه سيمې پوليس او ولسي انتظاميې ته وسپارل شي. "دا زموږ مطالبه ده چې قبایلي سیمې دې پولیسو ته وسپارل شي" او که داسې وشي "نو هېڅ يو طالب به هغو سيمو ته لاړ نه شي."
د شمالي وزیرستان يو بل اوسېدونکي اسد دواړ له مشال راډيو سره په خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د هدفي وژنو او ناامنۍ زیاتېدو مسلې ته پام نه کوي. "حکومت بېخي خاموشه دی. بلکې زموږ خبرې پرې بدې لګېږي."
خو د خېبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزی وايي چې پوځ او حکومت يې هلې ځلې کوي او د پخوا پرتله په قبايلي سيمو کې امنیت ښه شوی دی.
نوموړي د جولای پر ۲۰ مه مشال رېډيو ته وويل پوځ په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د امنیت لپاره پروت دی. "پوځ ځکه په قبايلي سيمو کې دی چې هلته امنيتي حالت خراب دی. پر پوځ هم حملې کېږي نو دا د پوځ او حکومت ذمه واري ده چې په قبايلي سيمو کې امنيت پر ځای کړي."
دا هم وګورئ: درې مسید جرګه: نور دا ډرامه، دا فلم او دا جنګ بندول غواړود پاکستان حکومت د جون پر لومړۍ نېټه په قبايلي سيمو کې له فعاله تر ټولو قوي ګڼل کېدونکې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په نتيجه کې اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه. خو له هغې ناقانونه ډلې سره د سولې پر خبرو سربېره هم بریدونه نه دې درېدلې. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
د پېښور پوهنتون استاد او څېړونکی سید عرفان اشرف وايي، د قبايلي سيمو د خلکو له خوا د پوځ په شتون کې پر روانې ناامنۍ پوښتنې راپورته کول مهم دي.
هغه د جولای پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف په ۲۰۰۱ز کال کې د ترهګرۍ ضد د جګړې په شاوخوا دوو لسیزو کې پاکستان ته پيسې ورکړې خو اسلام اباد په بیا بیا د هغو وسله والو په ملاتړ تورن شو چې د نړیوال اېتلاف ضد جنګېدل. دی تور پورې کوي چې پاکستان د خپلو "لاس پوڅو وسله والو" ملاتړ کاوه چې بالاخره طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې افغانستان ونیوه.
اشرف وايي، "د پوځ دې پاليسۍ په هېواد دننه او بهر پوځي [نفوذ] هم زيات کړی دی. دغه اغېز د پخوا پرتله نن په قبايلي سيمو کې ډېر پوخ دی. د پوځ دغه اغېز اوس افغانستان ته ورسېد نو په داسې کې به پوځ يا د پاکستان رياست ولې خپلې پاليسۍ بدلې کړي؟"
خو د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې دریځ لري چې په وسله والو کې ښه او بد نه ګوري بلکې د ټولو پر ضد یې يو شان عمليات کړي دي. دوی پر دې هم ټينګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې په زرګونو سرتېري وژل شوي دي. په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د پاکستان پوځ او حکومتونو همداراز ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې یې د اربونو ډالرو تاوان کړی دی او په بریدونو کې لسګونه زره پاکستانیان وژل شوي دي. پوځ دریځ لري چې اوسمهال یې هم په شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او وخت په وخت د وسله والو د وژنو دعوې کوي.
له دې پرته په افغانستان کې طالبانو هم په بیا بیا دا تور او دعوه رد کړې چې ګواکې د پاکستان لاسپوڅي دي. د طالبانو حکومت وايي، په خپلو ټولو چارو کې خپلواکه دي خو له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ښه تعلقات غواړي.