د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مالي مرستې پیل شوې

په ۲۰۱۴ز کال کې ۱۰ لاکه وزیرستانیان کډوال شول

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان د اغېزمنو کورنیو لپاره ۱۸ کروړه او ۴۵ لاکه روپیو مالي مرستې جاري کړې دي.

دې صوبايي ادارې د جولای پر ۲۲مه په بیان کې ویلي چې دا مرستې به رجسټر ۱۵،۲۲۹ کورنیو ته د موبایل ټېلېفوني خدمتونو ورکوونکې ادارې موبیلېنک جیز سېمکارډ په وسیله ورکوي.

په بیان کې راغلي چې هره میاشت، هرې اغېزمنې کورنۍ ته د ۱۲،۰۰۰ روپیو له ورکولو سره د هغوی ستونزو کمولو هڅه کوي.

بل خوا د شمالي وزیرستان سیاسي او ولسي مشران وایي چې دوی ته د جګړې او بېکورۍ له کبله ډېر ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي او له وخت تېرېدو سره يې ستونزې لا زیاتې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې پوځي عملیات پیل شول چې ورسره شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

په دوی کې یې زیاتره خپلو کلیو ته ستانه شوي خو زرګونه کورنۍ د بنو په بکه خېلو کیمپ او ځینې یې په خوست کې اوسي.