په شمالي وزیرستان کې یوشمېر روغتیايي کارکوونکو منلې چې په تېرو وختونو کې یې د ګوزڼ له واکسیني څاڅکو ورکولو پرته د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې.
په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.
روغتیايي کارکوونکي بې له څاڅکو ورکولو د ماشومانو د نوملیکنې او د ګوتو وررنګولو بېلابېل لاملونه ښيي.
یوه واکسینېټر شفیق الله د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، په یوشمېر ځایونو کې یې له څاڅکو څخه د میندو او پلرونو تر انکار وروسته تر پینځو کلونو پورې د عمر لرونکو ماشومانو ګوتې رنګ کړي ځکه ځان ته ستونزې جوړول نه غواړي. "موږ چې انکاریان رپورټ کړو نو خبره انتظامیې او پولیسو ته ځي. نو بیا راته ذاتي دښمني جوړېږي نو په ۱۰ یا اته زره [روپۍ تنخا] باندې خو څوک ځان ته دښمني نه جوړوي."
موږ چې انکاریان رپورټ کړو نو خبره انتظامیې او پولیسو ته ځي. نو بیا راته ذاتي دښمني جوړېږي.شفیق الله
د ده په خبره، له څاڅکو څخه د ډډه کوونکو د زیات شمېر له وجې "د درواغو نشانونه زیات دي"، ځکه چې په سیمه کې "خلک لا هم پر دې نه پوهېږي چې د پولیو څاڅکي څومره ګټور دي."
روغتیايي کارکوونکي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د شمالي وزیرستان د روغتیا ادارې د مې پر ۲۶مه په یو ماشوم کې د ګوزڼ ناروغي تایید کړه چې ورسره په هغه ضلع کې د سږنیو مثبتو پېښو شمېر څلور ته ورسېد. د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر خان ساپي مشال راډیو ته وویل، د پولیو وایرس د میرلي په اېسوړي کلي کې په یوه ۱۳ کلن ماشوم کې معلوم شوی دی. دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې په هغه سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن روان دی.
د میرلي شعېب خان له تېرو ۱۷ میاشتو راهیسې په هغه سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېنونو پر مهال کور په کور ګرځي.
دی هم مني چې د میندو او پلرونو د انکار او د ځايي انتظامیې د بې غورۍ له وجې "مجبور شي" چې د ماشومانو ګوتې بې له واکسینه رنګ کړي. دی وايي، په یخنۍ او ګرمۍ کې په کوڅو کې ګرځي خو "معاوضه ډېره کمه" ده.
شفیق الله وايي، پخوا روغتیايي کارکوونکي په میاشتنۍ تنخا ګومارل کېدل نو "ټوله میاشت به یې کار کاوه او کار هم ډېر سم روان وو" خو چارواکو هغه "پروګرام ختم کړ" او اوس کارکوونکي په ورځنۍ تنخا ګوماري.
یوشمېر نورو روغتیايي کارکوونکو هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې په شمالي وزیرستان کې یې بې له واکسینه د ماشومانو نومونه په رجسټر کې لیکلي کړي او ګوتې یې ورته رنګ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د د خیبر پښتونخوا روغتیايي چارواکو د مې پر اتمه مشال راډيو ته ویلي ول چې پلټنو ښوولې چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو واکسیني کارکوونکو له څاڅکو ورکولو پرته د یوشمېر ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې. دوی د ناواکسینه ماشومانو د کره شمېر اټکل و نه شو کړای خو ویلي یې ول چې دا کار د هغې ضلعې په ځینو کلیو کې شوی وو.
روغتیايي چارواکو اټکل کړی وو چې ښايي د پولیو وایرس تر ۲۰۰ ماشومانو پورې رسېدلی وې چې له کبله یې په شمالي وزیرستان کې د نورو مثبتو پېښو ویره ده.
په قبایلي ضلعو کې د واکسینونو چارو پخوانی چارواکی ډاکتر ندیم جان وايي، د کیمپېن پر وخت د ټولو روغتیايي کارکوونکو د امنیت لپاره سخت اقدامات کېږي او انتظامیه ورسره پولیس سرتېري استوي. د پاکستان حکومت د وسله والو ګواښونو ته په کتو د واکسیني ډلو د امنیت لپاره پولیس هم ځای پر ځای کوي چې په تېرو کلونو کې ورباندې لسګونه بریدونه شوي دي.
خو ډاکتر جان وايي، اصلاً د پولیو واکسیني پروګرام یولړ انتظامي ستونزې لري او نړیوالو مرستندویه ادارو د پاکستان حکومت ته نه دی سپارلی، نو ځکه بې غورۍ کېږي.
دی وايي، اوس هم په پروګرام کې له ۶۰ څخه ۵۸ کسان نړیوالو ادارو ګومارلي وي او حکومت په پرېکړو کې هېڅ رول نه لري.
دا هم وګورئ:
د شمالي وزيرستان ځينې خلک د احتجاج په توګه ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکويپه پاکستان کې پولیو ضد پنځه ورځنی کمپاین پیل شوپه شمالي وزیرستان کې د پوليو د څانګې يو ډاکټر تښتول شویشمالي وزیرستان: هغه ماشومان پولیو وهلي چې ګوتې یې رنګ شوې خو واکسین شوي نه ووډاکتر ندیم جان زیاتوي، که نړیوالې ادارې د واکسینو پروژې حکومت ته وسپاري نو دا ټولې ستونزې هوارېدای شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونېسېف) او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په ګډون ځینې نورې نړیوالې ناحکومتي خیریه ادارې هم په پاکستان کې د پولیو په واکسیني پروژو کې پراخ رول لوبوي.
هغو ادارو په بیا بیا پر حکومت ټینګار کړی دی چې د واکسیني کیمپېنونو د بریا لپاره دې امنیت ښه کړي او په اغېزناکه ډول دې څاڅکي تر ټولو ماشومانو ورسوي.
حکومتي اقدامات
د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."
خو دی وايي، اصلي ستونزه له واکسیني ډلو سره د ټولنې نه همکاري ده. "تر هغو چې د میندو او پلرونو په سوچ کې دا خبره نه وي ناسته چې د پولیو دوه څاڅکي یې ماشومانو لپاره څومره مهم دي،" د کیمپېنونو بریا "ګرانه ده ځکه چې د پروګرام مقصد همدا دی" چې ماشومان باید هرومرو واکسین شي.
زمین خان د مې پر اتمه هم له مشال راډیو سره په خبرو کې منلې وه چې د هغو روغتیايي کارکوونکو ضد یې اقدامات کړي دي چې بې له واکسینه یې د ماشومانو نومونه درج کړي ول او ګوتې یې وررنګ کړې وې.
دی وايي، نیمګړتیاوو ته په کتو یې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې پراخ واکسیني کیمپېنونه وکړل او دا چې په اوس یې "بیړنۍ ګامونه اخیستي" دي.
چارواکي وايي، هڅه کوي چې د دیني عالمانو په مرسته میندې او پلرونه د بچیو واکسینولو ته وهڅوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.
په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل راهیسې پکې څلور ماشومان د پولیو ښکار شول چې ټول د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ول.
تېره میاشت د پولیو ناروغۍ پېښو ثبتېدو چارواکي بیړني واکسیني مهم ته اړ کړل.
تر دې وروسته د د پاکستان حکومت د مې پر ۲۳مه د ټول هېواد پر کچ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل کړ. حکومت وايي، هڅه کوي چې په کیمپېن کې تر ۴۳ مېلیونه زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.