ځوان سندرغاړی شهاب شاهین وايي سوات کې د موسیقۍ سټوډیو پرانیزي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هارون باچا هنري ګړۍ کې مو نن د سوات ځوان سندرغاړی شهاب شاهین مېلمه دی. د نوموړي مورنۍ ژبه توروالي ده خو له پښتو سره د مینې له کبله پښتو سندرې وايي. هغه اوسمهال د موسیقۍ زده کړې کوي او د لاهور له بیکنهاوس نیشنل یا ملي پوهنتونه یې د تیېټر (تیاتر)، فلم او ټېلېوېژن په څانګه کې لوړې زده کړې کړې دي. په خپرونه کې د شاهین سندرې هم درخپروو.