شهباز شریف وايي د خیبر پښتونخوا له سېلاب ځپلو سره مرستې جاري ساتي

د وزیراعظم دفتر ویلي دي چې چارواکو ورته په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د سېلابونو په اړه معلومات ورکړل - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې حکومت به د خیبر پښتونخوا له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکوي.

شهباز شریف د اګست پر څلورمه د خیبر پښتونخوا ټانک او ډېره اسماعیل خان ته ورغی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره ولیدل.

د وزیراعظم له دفتره د اګست څلورمې په بیان کې ویل شوي چې چارواکو ورته په سیمه کې د سېلابونو له کبله د اوښتو تاوانونو په اړه معلومات هم ورکړل.

شهباز شریف د اګست پر څلورمه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې "خلکو ته" یې "ډاډ" ورکړی چې "حکومت" به یې کورونو ته تر ستنېدو پورې په "خدمت کې وي."


د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د وزیراعظم سلاکار امیر مقام هم له نوموړي سره په سفر کې ملګري ول.

شهباز شریف تر دې وړاندې د بلوچستان او سیند صوبو هغو سیمو ته هم تللی وو چې بارانونو او سېلابو زښت ځپلې دي.

په پاکستان کې سېلابونو پر دې سربېره پراخ تاوانونه اړولي چې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې مرکزي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې وايي چې د ۲۰۲۲ز کال له پیله په ټول ملک کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله ۳۰۰ کسان وژل شوي، ۶۰۰ کلومیټره سړکونه وران شوي او ۵۰ پلونه ړنګ شوي دي.