غیر سرکاري نتیجې: د کراچۍ قامي اسمبلۍ څوکۍ تحریک انصاف ګټلې

د ۲۴۵مې حلقې اوسېدونکو د اګست پر ۲۱مه په انتخاباتو کې رایې وکارولې.

له غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو سره سم، په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ خالي څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف نوماند محمود مولوي ګټلې ده.

د هغې څوکۍ لپاره انتخابات د اګست پر ۲۱مه وشول چې د کمېشن په وینا، د ووټونو اچولو کچ پکې ‍‍‍‍۱۱.۸ فیصده وو. کمېشن وايي، په ۲۴۵مه حلقه کې څه د پاسه ۵۰۰،۰۰۰ رجسټر ووټران ول.

له غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف نوماند محمود مولوي د ۲۹،۴۷۵ رایو په ترلاسه کولو انتخابات وګټل. د متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماند معید انور ۱۳،۱۹۳ او د تحریک لبیک پاکستان محمد احمد رضا ۹،۸۳۶ ووټونه ترلاسه کړل.

په انتخاباتو کې د تحریک انصاف او متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماندانو ترمینځ د سختې مقابلې امکان ښوول شوی وو.

په صوبه کې واکمن پیپلز ګوند او همداراز، جمعیت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند د اېم کیو اېم د نوماند ملاتړ اعلان کړی وو.

د اېم کیو اېم معید انور، د تحریک انصاف محمود مولوي، ډاکتر فاروق ستار، د تحریک لبیک محمد احمد رضا او د پاک سرزمین ګوند حفیظ الدین په ګډون ۱۵ سیاستوالان د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ نوماندان ول.

دا هم وګورئ:

په سیند کې بلدیاتي او د قامي اسمبلۍ پر یوې څوکۍ ضمني انتخابات ځنډول شويد سیند صوبې د بلدیاتي ټاکنو په مهال ۲ کسان وژل شوي او ۲۰ زخميان دي

د قامي اسمبلۍ د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ په جون کې د تحریک انصاف د سیاستوال عامر لیاقت حسین د مړینې له وجې خالي شوې وه او ټاکل شوې وه چې ورباندې د جولای پر ۲۷مه انتخابات وشي خو کمېشن په محرم میاشت کې د اهل تشیع د ماتمي غونډو او بارانونو له وجې ضمني انتخابات ځنډولي ول.

د سیند صوبې انتخاباتي کمېشن د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ لپاره د رایې اچونې ټول مرکزونه له امنیتي پلوه حساس بللي ول.

حکومت د انتخاباتو امنیت لپاره د پولیسو او رېنجرز ځواک تر ۵،۰۰۰ زیات سرتېري ځای پر ځای کړي ول او د بیړني وضعیت په صورت کې یې پوځ ته د تیار اوسېدو امر هم کړی وو.

د سیند انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۲۰مه د هغې صوبې د مرکز کراچۍ او دویم لوی ښار حیدراباد په ګډون په ۱۶ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات هم وځنډول او د اګست پر ۲۸مه یې د کولو اعلان وکړ.

تر دې مخکې د جون پر ۲۶مه د سیند په ۱۴ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو.