د فبرورۍ له ۱۷مې په ټول پاکستان کې د پولیو ضد بهیر پیلېږي

سږ کال تراوسه د پولیو ۱۷ کیسونه مخې ته راغلي چې ۱۰ پکې د خیبر پښتونخوا دي

د پاکستان د نورو برخو په شان په خیبر پښتونخوا کې هم د فبرورۍ له ۱۷مې نېټې نه د پنځو کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو درې ورځنی بهیر پیلیږي.

د خیبر پښتونخوا د پولیو د ادارې یو کارکوونکي عبدالباسط د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، په دې بهیر کې به د یادې صوبې شپږ اعشاریه اووه میلیونه ماشومانو ته د هغوی ټیمونه ځانونه رسوي.

نوموړي وویل، په دې اړه ټول انتظامات شوي او د هغوی څه نا څه ۶۲ زره کارکوونکي به د پولیو د څاڅکو ورکولو لپاره د خلکو چم مالت ته ورځي.

په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاینونه له تېرو څو کلونو راهېسې روان دي، خو پر ځای د دې چې د پولیو ټغر ټول شي، لا په غوړېدو دی. د خیبر پښتونخوا د پولیو ضد د ادارې یو بل مشر ډاکټر عبدالباسط د فبرورۍ په ۱۵مه د اوسني کال د پولیو د مثبتونو کیسونو په اړه مشال راډیو ته وویل:

"سږ کال تراوسه د پولیو ۱۷ کیسونه مخې ته راغلي چې ۱۰ پکې د خیبر پښتونخوا او پاتې نور یې د بلوچستان او د سېند دي."

خو په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو ۱۴۴ کیسونه مخې ته راغلي وو چې ۹۲ پکې په خیبر پښتونخوا کې وو.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا د ادارې چارواکي وايي، تېر او سږ کال د پولیو زیاتره کیسونه په لکي مروت ضلع کې مخې ته راغلي. دوی وايي، د دې بیلا بیل وجوهات دي چې پکې د کورنیو لخوا خپلو بچو ته د پولیو د څاڅکو نه ورکول هم شامل دي.

د سرای نورنګ یو ځايي مشر حاجي عزیزالله د فبرورۍ په ۱۵مه مشال راډیو ته وویل خلک د ناپوهۍ او کم سوادۍ له وجې دا کار کوي:

"دلته تعلیم یافته خلک کم او بې تعلیمه زیات دي څوک چې فکر کوي چې د پولیو په قطرو کې ملاوټ دی یا څه بل څه خبره ده نو ځکه دوی خپلو بچو ته د دغو څاڅکو د ورکولو نه انکار کوي."

خو د ټانک د سیمې یو ځايي مشر او مدني فعال احسان بیټني مشال راډیو ته وویل، د پولیو پر وړاندې د حکومت د ناکامۍ نور وجوهات هم شته چې پکې د واکسینو خراب کیفیت او زړېدل هم شامل دي.

"د پولیو د زیاتېدو زیات وجوهات دي، یوه وجه یې دا هم ده چې د واکسین د استعمال وخت تېر شوی وي، یا یې د ساتلو سم انتظام نه وي شوی، نو په دې وجه کېدای شي د دې سم تاثیر نه وي."

احسان بیټنی وايي، د لکي مروت ځیني سیمې چې کلیوالې دي او د ښار له مرکزه لرې پرتې دي، هلته مدرسې زیاتې دي او پر خلکو د هغوی اغېز هم شته نو دا هم کېدای شي چې خلک د هغوی خبره اوري او خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

خو د پاکستان او نړۍ معتبرو اسلامي سکالرانو وخت پر وخت رسنیو ته ویلي چې د پولیو څاڅکي د ماشومانو ژوند ژغوري او خلکو ته پکار دي چې ارو مرو یې خپلو ماشومانو ته ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزیر تیمور سلیم جګړا هم د فبرورۍ پر ۱۴مه رسنیو ته ویلي وو، حکومت د پولیو د رنځ ختمولو ته ژمن دی او په دې لاره کې به کوټلي ګامونه پورته کوي.