له کراچۍ څخه ۸۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي

د کراچۍ زندان یو چارواکی افغانستان ته د لېږدېدونکو افغانانو نومونه اعلانوي - د سېپټېمبر ۲۸مې انځور.

د کراچۍ له زندانه خوشې شوي ۸۰ افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول، افغانستان ته لېږدول شوي دي.

پولیسو هغه افغانان د ۲۰۲۲ز په جولای مياشت کې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو له کبله ګرفتار کړي ول او مقدمې يې ورباندې جوړې کړې وې.

د هغو افغان کډوالو يوې وکيلې منیزې کاکړې مشال راډيو ته ويلي، د کراچۍ يو عدالت د سېپټمبر پر ۲۷مه د ټولو ۲۰۸ افغان بنديانو د خوشې کولو او افغانستان ته يې د ستنولو امر وکړ.

کاکړې د سېپټمبر پر ۲۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د ګاډو د کمښت له وجې په لومړي پړاو کې يوازې ۸۰ افغانان، چې زياتره يې ماشومان او ښځې دي، افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي وايي، له بندیانو څخه یې ۱۶ قانوني اسناد لرل چې اوس ازاد شوي او پاتې ۱۱۲ افغانان به ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

د کراچۍ له زندانه خوشې شوې نسرين بي بي مشال راډيو ته ويلي، د افغانستان خرابو حالاتو یې کورنۍ اړ کړې وه چې پاکستان ته کډه شي. نوموړې زياته کړې چې هيله منه وه چې په پاکستان کې به يې د ناروغه بچيو درملنه وشي او ښه ژوند به ولري.

په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ يو استازي ګلوالدين مشال راډيو ته ويلي، له زندانه د خوشې شويو افغانانو خپل هېواد ته ستنولو په چارو کې یې مرسته کړې. د ده په خبره، زياتره ښځې او ماشومان لېږدول شوي او پاتې هغه به ژر ستانه شي.

د کراچۍ تر څنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم وخت په وخت افغان کډوال نيول کېږي.

سږ کال د جولای په میاشت کې د بلوچستان په ژوب کې هم ۲۴۱ افغانان، چې په يوه واده کې د ګډون لپاره هغه سيمې ته ورغلي ول، نيول شوي ول. له هغوی څخه ځينو يې ويلي ول چې پاکستان ته د تګ او پکې د استوګنې د قانوني اسنادو لرلو باوجود نيول شوي او چارواکو هېواد ته ستانه کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر له ۱۳ څخه تر ۱۴ لکه پورې دی چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې اوسي. د هغې ادارې په خبره، په سيند صوبه کې ۶۵،۰۰۰ راجسټر افغان کډوال اوسي چې زياتره يې په کراچۍ ښار کې مېشت دي.