په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات او دیر کې د وسله والو فعالیتونه لیدل شوي، د سیمې خلکو احتجاجي لاریونونه ترسره کړي دي. ددې تر څنګ په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند او په مینګوره کې د سوات قامي جرګې تر سیورې لاندی قامي امن جرګې هم وربلل شوې ده. بلخوا پولیس او پوځ دریځ لري چې وسله وال افغانستان ته ستانه شوي دي او دوي به هيچا ته د امنیت د خرابولو اجازه ورنه کړي. په سیمه کې دامنیت تازه وضع څه ده او ایا طالبانو سره د مذاکراتو په نتیجه کې به د امنیت ستونځه په ریښتیا هواره شي؟ د کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ملاکنډ سیمه ولې د وسله والو د فعاليتونو ځای ګرځېدلی دی؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات او دیر کې د وسله والو فعالیتونه لیدل شوي، د سیمې خلکو د دې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي. د دې تر څنګ په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند او په مینګوره کې د سوات قامي جرګې د سیوري لاندی قامي امن جرګې هم راجوړی شوي دي.