په ۲۰۱۹ز د مشال راډيو د بېلا بېلو څانګو د خبریالانو انځورونه

د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د مدني ټولنې فعالان په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په حمله کې د وژل شویو په یاد شمعې بلوي. 

د افغانستان په هرات کې یو کس د زعفرانو په پټي کې ګرځي. 

د جنورۍ ۲۰مه: اوکرایني سرتېري د دنېڅک هوايي ډګر د ساتنې څلورمه کلیزه لمانځي. 

د فبرورۍ درېیمه: چارواکي په مونټېنېګرو کې د چاودنې ځای معاینه کوي. 

د قازقۍ څانګې خبریال د فبرورۍ پر ۱۹مه په الماتې کې د سپوږمۍ انځور اخېستی. 

د فبرورۍ ۲۰مه: د رومانیا د یوه کلي کلیسا تر واورې وروسته. 
 

په بېشکېک کې یو کارکوونکی د ناولو اوبو ځمکلاندې ویاله پاکوي. 

په قرغیزستان کې یو سړی پر آس د سپرېدو په حال کې. 

د کې یو په نوم د سوکوهنې ګډونوال. انځور د قیرغیزۍ څانګې خبریالې اخېستی. 
 

د اپرېل پر ۲۱مه د اوکراین د ولسمشریزو ټاکنو تر دویم پړاو وروسته، نوماند ولادمیر زلېنسکي تر انتخاباتو وروسته خپله بریا لمانځي.

په رومانیا کې د چارلوتنبورګ کلی په د ۱۷۰۰ز لسیزې په پای کې هلته ورغلیو جرمن توکمه خلکو جوړ کړی وو چې د سیمې یوازینی حلقوي کلی دی. د مشال راډیو اموس چیپل یې انځور کښلی.