د مولانا فضل رحمان پلویان وايي لویې لارې به تړلې ساتي

د ارشیف انځور

پراګ ـ جميعت علما اسلام ف ګوند د نومبر پر۱۷مه هم د ملک یو شمېر لویي لارې تړلې دي.

په دې کې په بلوچستان کې د کوټې او چمن تر منځ لاره، په خیبر پښتونخوا کې انډس های وی، په کراچۍ کې حب ریور روډ او یو شمېر نورې لارې شاملې دي.

جميعت علمای اسلام (ف) ګوند وايي، احتجاج کول يې اييني او جمهوري حق دی او خکومت د هغوی مخه نه شي نیولی.

دا خبره د یاد ګوند يو مرکزي مشر مولانا لطف الرحمان د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وکړه.

دا له هغې وروسته ده چې د پېښور هاي کورټ د نومبر پر ۱۵مه امر وکړ چې د جمیعت علمای اسلام (ف) لخوا دې د حکومت ضد احتجاج پر مهال د سړکونو له تړلو ډډه وشي.

خو مولانا لطف الرحمان وويل چې د دوی احتجاج به جاري وي.

"موږ خو سړکونه مستقل نه دي بند کړي. موږ د احتجاج کولو لپاره څه وخت لپاره راووځو او دا حق رانه څوک نه شي اخېستی."

نوموړی وايي، د هغوی احتجاج سیاسي او جمهوري دی او هغوی نه ګڼي چې د مظاهرو یا د لارو د بندولو په وجه به یې خلکو ته مشکلات پېښېږي. هغه وايي، ولسي خلکو ته ستونزې نه جوړوي بلکې د حکومت ضد راوتلي دي.

د خیبر پشتونخوا د وزیراعلا سلاکار اجمل وزیر تېره ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې احتجاج د هر چا حق دی خو حکومت به چا له د لارو او سړکونو تړلو اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو بې شکه احتجاج وکړئ، دا ستاسو ایني او قانوني حق دی خو د احتجاج له کبله باید د خیبر پښتونخوا ولس ته کړاوونه پېښ نه شي، زموږ کاروباري خلکو ته باید زیان ونه رسي، ځکه چې له وړاندې په صوبه کې خلک د ستونزو سره مخ دي نو د سړکونو او لارو تړلو هیڅ قانوني او ایني جواز نشته."

د هايي کورټ له پرېکړې وروسته د جمیعت علمای اسلام سره کومه لاره پاتې کیږي چې خپل احتجاجي لاریون په وړاندی بوځي؟ په دغه اړه په پیښور کې میشت خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، ښکاري نه خو مولانا فضل الرحمان د احتجاج په وړومبي پړاو کې ځينې لاس ته راوړنې کړي دي او د لارو تړلو پلان، کور ته د ستنیدو لاره ده.

جمعيت علمای اسلام د اکتوبر له ۳۱مې د نومبر تر ۱۲مې په اسلام اباد کې د حکومت پرضداحتجاجي ناسته وکړه او له هغه راهسې یې د ملک یو شمېر لویې لارې تړلې دي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند پلویانو د نومبر پر ۱۵مه او ۱۶مه هم د پاکستان په بیلابیلو برخو کې لویې لارې تړلې وې چې پکې د چین او پاکستان ترمنځ د قراقرم لاره، له چکدرې نه چترال ته ورغلې لاره او له بلوچستانه کراچۍ ته ورغلې د حب لاره هم شامله وه.

مولانا فضل رحمان د نومبر پر ۱۲مه ویلي وو، په اسلام اباد کې خپل احتجاج ختموي خو په ټول ملک کې به یې پلویان لویې لارې تړي. اپوزیشن د وزیراعظم نه د استعفا غوښتنه کوي خو هغه یې نه مني.