ناروې د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره زیاتره محدودیتونه ختم کړل

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې یو کس تمبوزک وهلی او پر لاره روان دی - انځور له ارشیفه

ناروې دویم سکینډېنېویايي هېواد شو چې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره یې لګولي زیاتره محدودیتونه ختم کړل.

دا محدودیتونه پر دې سربېره لیرې شوي چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې ګڼې پېښې ثبتېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، د کورونا وایرس دا نوې بڼه چې د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې یې لومړۍ پېښې په جنوبي افریقا کې ثبت شوې، په چټکۍ خپرېږي. خو لومړنۍ څېړنۍ ښيي چې اومېکرون د نورو بڼو پرتله خلک سخت نه ناروغوي.

تر ناروې مخکې ډېنمارک د سکینډېنېویا سیمې لومړۍ هېواد وو چې د اومېکرون بڼې د زیاتو پېښو ثبتېدو باوجود یې ټول محدودیتونه لیرې کړل.

د ناروې وزیراعظم یونس ګار ستوره خبري غونډې ته وویل، "موږ بالاخره دې ځای ته رسېدلي یو چې په روان ژمي کې لګېدلي زیاتره بندیزونه ختم کړو."

په ناروې کې زیاتره محدودیتونه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه شپې ۱۱ بجې ختم شول.

د ناروې شاوخوا ۹۱ فیصده اوسېدونکي بشپړ واکسین شوي دي.

په عین حال کې فرانسې هم د محدودیتونو نرمول پیل کړي دي. په هغه هېواد کې د فبرورۍ له دویمې څخه له کوره بهر د ماسک په مخ کول لازمي نه دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د چین په ووهان کې موندل شوی وو چې په څو میاشتو کې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته ورسېد. د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ز کال په پسرلي کې جهاني وبا اعلان کړه.

د سازمان په خبره، کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا له پیل راهیسې په ګرده نړۍ کې ترپینځه نیم مېلیونه زیات کسان مړه کړي او وایرس د نړۍ پر سطحې تر ۳۷۶ مېلیونه زیات کسان وړجن کړي دي.