"د هنر وارثان" په نوم ټولنه جوړوو: ګوهر جان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ مېلمه مو سندرغاړی او شاعر ګوهر جان دی. ده او ملګرو يې په پېښور کې "د هنر وارثان" په نوم د هنرمندانو د يوې اتحاديې جوړولو هڅې پيل کړې دي. د ګوهر جان په خبره، په دې کار کې ورته د سيمې د نومياليو سندرغاړو، شاعرانو، د پوهنتون د استادانو او خبريالانو ملاتړ ترلاسه دی. دوی په عين وخت کې په صوابۍ کې د يوه لوی کلتوري پروګرام په جوړولو هم بوخت دي. پر دې موضوعاتو د ګوهر جان خبرې او د هغه څو سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.