د یوه ورک بلوڅ زده کوونکي محمد حسان قمبراني خویندې هره ورځ شاوخوا یو ساعت (ګېنټه) پر یوه پښه درېږي، د قران پاک ذکر او وظیفه کوي او له خدایه یې د خوشې کېدو دوعاګانې کوي.
د ده خور حسیبې قمبرانۍ مشال راډيو ته وویل، د ورور موندلو او خوشې کولو لپاره یې هر هغه څه کړي چې په مصیبت کې یې انسان د کولو توان لري.
د دې د مشر ورور محمد سلمان قمبراني مړی په ۲۰۱۶ز کې تر ورکېدو وروسته وموندل شو او څلور کاله وروسته یې د ۲۰۲۰ز په فبرورۍ کې بل ورور محمد حسان قمراني ورک شو چې هېڅ پته یې نه لګي.
کورنۍ یې د خوشې کولو لپاره پر مزارونو ګرځېدلې، د بلوڅ قبایلي مشرانو دروازې یې ټکولي، له چارواکو سره یې لیدلي خو لا یې نتیجه نه ده لیدلې.
د ۲۰۲۰ز کال د جون تر اتمې پورې یې له خپلوانو او دوستانو پرته نور هېڅوک له غميزې خبر نه ول، خو چې کله د ورکو بلوڅانو لپاره هلې ځلې کوونکي سازمان – وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز (وي بي اېم پي) د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وو نو له یوه خبریال سره د ویډيويي مرکې پر مهال د حسیبې قمبرانۍ ژړا د خلکو زړونه ولړزول.
پر ټولنیزو رسنیو د حسیبې قمبرانۍ ویډیويي مرکه
هغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو دومره خپره شوه چې یو ځل بیا یې د بلوڅانو موضوع ته د پاکستان او نړۍ د حقونو ټولنو او سازمانونو پام ګرځولی.
د بشري حقونو مهمه ستونزه
د ورکو بلوڅانو مسله د بشري حقونو له پلوه د پاکستان له تر ټولو مهمو او ناحل ستونزو یوه بلل کېږي.
د ورکو کسانو کورنۍ، سياسي ګوندونه او د بشري حقونو سازمانونو دا ستونزه په په بیا بیا پورته کړې.
په کور کې ماتم دی، موږ ژوندي يو خو ژوند کول مو پریښي دي. کور خالي، خالي ښکاري.حسیبه قمبرانۍ
د خلکو ورکېدو خبرونه له ټول پاکستانه ورکړل شوي چې د پنجاب صوبې ترڅنګ زياتره پکې پښتانه، بلوڅان، سينديان او ځينې یې د کراچۍ مهاجر دي.
د حقونو مبارزانو د پاکستان پر امنيتي ادارو د خلکو لادرکه کولو تور پورې کوي خو حکومت او امنيتي ادارو په بیا بیا د رسنيو او عدالتونو له لارې دا تورونه رد کړي دي.
د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پاکستان پوځ وویل، په راولپېنډۍ کې یې په مرکزي دفتر (جي اېچ کیو) کې د ورکو کسانو په اړه د پلټنو او د هغوی د قضیو څېړنو ځانګړې څانګه جوړه کړې.
په پاکستان کې د ورکو کسانو د قضیو پلټونکي حکومتي کمېشن وايي چې هغه کسان چې وموندل شي او کورونو ته ستانه شي، هېڅکله د خپلو تښتوونکو په اړه معلومات نه ورکوي او نه وايي چې ولې تښتول شوي ول او څه ورسره پېښ شول.
څومره کسان ورک دي؟
د ورکو بلوڅانو د شمېر په اړه بېلا بېلې دعوې کېږي.
د واکمن تحريک انصاف پخواني اتحادي ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ په ۲۰۱۸ز کال کې وفاقي حکومت ته د ۵،۱۲۸ ورکو بلوڅانو فهرست ورکړی وو.
خو د ورکولو بلوڅانو د موندنې هڅې کوونکی سازمان (وي بي اېم پي) یو مشر ماما قدیر بلوڅ دعوه کوي چې له ۳۵،۰۰۰ څخه تر ۴۵،۰۰۰ پورې بلوڅان ورک دي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال د ورکو کسانو په اړه یو پلټنیز کمېشن جوړ کړ چې وايي، د ۲۰۱۹ز کال تر ډېسېمبره ورسره د ۶،۵۰۶ کسانو د ورکېدو شکایتونه درج شوي چې پکې یې ۴۷۲ بلوڅان دي.
د بلوڅانو ورکېدو لنډ تاریخ
د بلوڅانو د ورکېدو لړۍ په ۲۰۰۶ز کال کې د پخواني جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال په پوځي عملیاتو کې د بلوڅ سياستوال نواب اکبر خان بګټي تر وژل کېدو وروسته تېزه شوه.
د هغه بدن په ډرل مشين (برمې) سوری سوری وو، سترګې يې بهر راوتلې وې.حسیبه قمبرانۍ
د بګټي تر مړینې وروسته ځينې بلوڅ ډلو له پاکستانه د جلا کېدو او خپلواکۍ لپاره وسله واله جګړه پيل کړه چې پر ضد يې د پاکستان پوځ عمليات شروع کړل.
هغه مهال د سياسي فعالانو د ورکېدو خبرونه راتلل پیل شول او وروسته د بلوچستان په مختلفو سيمو کې د يو شمېر ورکو کسانو مړي ترلاسه شول.
د حسيبې قمبرانۍ د وروڼو ورکېدل هم د دې لړۍ برخه بلل کېږي خو نوموړې ادعا کوي چې وروڼو يې له هېڅ وسله والې ډلې سره تړاو نه لاره.
د سلمان قمبراني ورکېدل او وژنه
د دې په خبره، مشر ورور محمد سلمان يې په بلوچستان های کورټ کې باغوان وو چې کله د ۲۰۱۵ز کال په جولای کې پیشلمي مهال امنيتي سرتېرو یې پر کور په چاپه کې له ځانه سره یووړ.
ما ورته په ټېلېفون پیغام پرېښود، ځواب یې رانکړ.حسیبه قمبرانۍ
"پوليس او په ساده جامو کې کسان د شپې راغلل او زما ورور يې ونيو. زما مور تر ليرې پورې د پوليسو په ګاډي پسې منډې وهلې او د قران روی يې ورته ونیو چې (زوی مې مه وړئ) خو هغو ورته وويل چې تر پوښتنو وروسته به يې په يو يا دوه ساعته کې بېرته خلاص کړي."
دا دوه ساعته په پوره کال واوښتل او د قمبرانۍ په خبره، د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر ۱۱مه خبر ورغی چې د ۳۲ کلن سلمان مړی د کوټې په کچي بېګ کې وموندل شو.
"د هغه بدن په ډرل مشين (برمې) سوری سوری وو، سترګې يې بهر راوتلې وې، په بدن يې د اور او بلېډ (پاکي) نښې وې او په سر په مرمۍ ویشتل شوی وو."
د حسان قمبراني تښتونه
د سلمان تر مرګ شاوخوا څلور کاله وروسته د حسيبې قمبرانۍ دويم ورور حسان قمبرانی هم وتښتول شو.
"حسان د اسلام اباد په پرېسټن پوهنتون کې زده کړې کولې او په چوټيانو کې کوټې ته راغلی وو چې [د ۲۰۲۰ز] د فبرورۍ پر ۱۴مه د سودا لپاره له کوره ووت او بیا ستون نه شو."
قمبرانۍ وايي، د ماښام ډوډۍ یې د ورور لپاره ورځنډوله ځکه چې پلار یې له هغه بغیر ډوډۍ نه خوړه، خو "هغه رانغی. ما ورته په ټېلېفون پیغام پرېښود، ځواب یې رانکړ. بیا یوه مشره ښځه راغله او راته یې وویل چې حسان پولیسو په ګاډي کې یووړ."
د فبرورۍ له ۱۴مې څخه د دې کورنۍ د غمونو یوه بله سلسله پیل شوه.
د حسیبې قمبرانۍ په خبره، د مشر ورور سلمان له مړینې سره یې وار له مخه ژوند پر ځای درېدلی وو ځکه چې له هغه وخت راهیسې یې "نه اختر لمانځلی" او نه یې "نوې جامې اغوستې دي."
نوموړې وايي، "په کور کې ماتم دی، موږ ژوندي يو خو ژوند کول مو پریښي دي. کور خالي، خالي ښکاري."
د وژلي سلمان درې بچي کورنۍ ته ورپاتې دي او د ورک حسان قمبراني یوه لور ده.
حسیبه قمبرانۍ وايي،د سلمان مشره لور په "نفسیاتي (رواني) ناروغۍ اخته شوې. نور دوه ماشومان هم په ذهني توګه بالغ شوي دي. مشره لور یې په وړو، وړو خبرو ژاړي. چې یو پلار وویني چې له خپلې لور سره مینه کوي نو حیران، حیران ورګوري. ما یو ځل ورڅخه وپوښتل چې ولې داسې ورته ګورې؟ نو ویې ویل چې 'ګورم، یو پلار له خپلې لور سره څنګه مینه کوي!"
نوموړې وايي، ماشومان په دې انتظار وي چې حسان به کله راځي چې ورسره لوبې وکړي.
د جومات امام ژوند
د حسيبې پلار په قمبراني کلي کې د محلې د جومات امام دی او هلته ماشومانو ته دیني درس هم ورکوي.
نوموړې او خور يې بيا په کور کې شاوخوا ۷۰ ماشومانو ته د قران شریف لوست ښيي.
خو د سلمان تر وژنې، د حسان ورکېدو او د انصاف لپاره د حسیبې قمبرانۍ هڅو یې د پلار حبیب الله ژوند وربدل کړی دی.
د قمبرانۍ په خبره، پلار یې چې سهار جومات ته ورشي، بیا ماښام کور ته ورځي
"هغه غلی وي او له موږ سره د زړه خبره نه کوي. خلک جومات ته ورځي او ځوروي يې چې 'ستا لور بهر راووځي، هغه منع کړه که نه نو تاوان به ورورسي."
احتجاجي هڅې او ګواښونه
د دويم ورور حسان تر ورکېدو وروسته حسيبې قمبرانۍ د خپل ورور د خوشې کولو لپاره د هڅو فیصله وکړه.
هغه هر سهار نهه بجې د ورکو کسانو لپاره د کوتې پرېس کلب مخې ته لګېدلي احتجاجي کېمپ ورځي او ماښام کور ته ستنېږي.
خو دا کار هم له ګواښونو خالي نه دی:
"زه د مبارزې لپاره راوتلې يم خو ځورول کېږم. ما ته په ټېلېفون ويل کېږي چې: که مبارزې ته دې دوام ورکړ نو ورور ته دې به زيان ورسي، تا به ووژنو، ستاسو له وجې د پاکستان حالات خراب شوي دي او که تاسو خاموشه شئ نو هر څه به سم شي."
خویندې له خدایه ورور غواړي
خو د سلمان او حسان خویندې یوازې پر سړکونو احتجاجي مبارزه کافي نه بولي.
دواړه هر وخت د خدای ذکر، د قران تلاوت، ختمونه او دوعاګانې کوي.
"موږ لقمان او توبه سورتونه لولو. د قران مجيد اووه منزله په درې ورځو کې ختموو. موږ ته ویل شوي چې په کور کې دایره جوړه کړئ، پکې تاوېږئ او د قران تلاوت کوئ. د دې ترڅنګ هره ورځ زه او خور مې پر یوه پښه درېږو او د یاسین تلاوت کوو."
د معجزې انتظار
بل لوري ته د سلمان او حسان مور زامنو پسې رنځ اخیستی دی او قمبرانۍ وايي، یو ځل خو ان تر مرګه ورسېده:
"مور مې ټوله ورځ ژاړي، هر وخت وظيفې کوي، ماشومانو ته ګوري او ژاړي. چې د پکي لاندې کښېني نو ژاړي. یخې اوبه کې وڅښي، ژاړي. هر څه یې ځوروي او وايي، زوی به یې په څه حال کې وي؟ ایا یخې اوبه به یې څښلې وي؟ زه چې ډوډۍ خورم، زوی به یې هم خوړلې وې او که نه؟"
د نوموړې په خبره، کله چې څوک ورته ټېلېفون وکړي، د کورنۍ ټول غړي خپل غوږونه ورنېږدې کړي چې کېدای شي د حسان د خوشې کېدو زېری واوري.
"چې ټک، ټک شي موږ ټول ورمنډه کړو چې ښايي حسان وي. بس د معجزې په انتظار یو..."