د خیبر پښتونخوا حکومت په جنوبي وزیرستان کې د ایجوکیشن سیټي یا د تعلیم ښار د جوړولو لپاره دوه اعشاریه اووه بیلینه روپۍ منظورې کړې دي. د دې پروژې د لومړۍ برخې پرانيسته به د اپریل په ۲۸مه د خیبر پښتونخوا وزیراعلا کوي. له دې پروژې د ځايي خلکو څه هيلې دي او ایا پروژه به عملي شي؟ په دې اړه نن د کرښې په غاړه خپرونه کې بحث شوی دی.
په وزیرستان کې د "تعليم ښار" پروژه او د خلکو غوښتنې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
حکومت وايي دې پروژې سره به سیمه د پرمختګ او سولې په لور لاړه شي. خو خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې لومړی امنیت راولي او ځايي خلکو له دې د روزګار بندوبست وکړي.