په ټانک کې د پاکستان پوځ یو افسر وژل شوی

د پاکستان پوځ وايي، په ټانک کې يې د عملياتو پر مهال يو افسر وژل شوی دی.

د پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) د مارچ پر نهمه په خبرپاڼه کې ويلي، امنيتي ځواکونو له ټانک سره نېږدې د ترهګر بريد د پلانېدو کره استخباراتي معلومات ترلاسه کړي ول چې پر اساس يې د مشکوکو ترهګرو د پټنځای ضد عمليات وشول.

خبرپاڼه زياتوي، امنيتي سرتېرو چې پټنځای محاصره کړ نو د ډزو تبادله وشوه چې پکې کرنل مجيب الرحمان ووژل شو.

بيان په عملياتو کې د دوو وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کوي.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې عملیات کله شوي دي او په خپلواکه توګه هم د دې پېښې تصديق نه دی شوی.

کرنل رحمان د ګلګت بلتستان د استور ضلعې اوسېدونکی دی چې ورڅخه کونډه، درې زامن او يوه لور پاتې شوي.